د سیډني اصلي یرغملګر ایرانی شکمن کډوال څوک دی؟

د انځور حقوق EPA

د استرالیا پولیسو اعلان کړی، چې د سیډني د یرغملګر د پېښې اصلي شکمن کس یو ایرانی کډوال محمد حسن منطقي دی، چې خپل نوم یې هارون مونس ته اړولی دی.

نوموړی د خپلې مخکنۍ مېرمنې د وژنې په قضیه کې بندي شوی و، چې بیا وروسته په ضمانت خوشی شو.

منطقي په افغانستان کې د وژل شویو استرالیايي سرتېرو کورنیو ته د سپکاوي په ډکو لیکونو استولو هم تورن شوی شوی و.

په ویکيپيډيا کې هغه په (شیخ هارون) هم یاد شوی، چې په یوه ځای کې ده په افغانستان کې د یوه وژل شوي استرالیايي کومانډو سرتېري کورنۍ ته لیکلي ''ډېر خواشینی یم چې تاسو خپل بچیان له لاسه ورکړي، خو په دې خواشینی نه یم چې د بې ګناه وګړو قاتل اوس مړ دی.''

د انځور حقوق EPA
Image caption په امازون وېبپاڼه کې د (درون او برون) په نامه د شعرونو یو کتاب دی، چې لیکوال یې محمد حسن منطقي معرفي شوی دی.

دغه ایرانی کډوال اوس د جنسي تېري له نژدې ۴۰ قضیو سره مخامخ دی. هغه به مخکې د شیعه ګانو د مذهبي مشرانو په څېر جامې اغوستې، هغه ته په یوه منسوب شوي وېبسایټ کې لیکل شوي چې ''مخکې رافضي وم، خو نور نه یم. اوس الحمدلله مسلمان یم.''

نوموړی په ۱۹۹۶ کال له ایران نه استرالیا ته تللی، چې د روان کال له پیل راهیسې یې د ځینو رپوټونو له مخې د ښځو د ذهني ناروغیو نسخې ورکولې، او ځان یې فالبین معرفي کړی و.

د هغه مخکنی نوم محمد حسن منطقي بروجردي ښودل شوی، ځکه چې له پولیسو سره په ثبت شویو قضیو کې په همدې نامه دی.

هارون مونس ته منسوبې شوې وېبپاڼې تر برید یوه ورځ مخکې (دسمبر ۱۴) یو متن خپور کړی چې په انګلیسي ژبه پکې لیکل شوي: ''اسلام د سولې دین دی، له همدې کبله باید مسلمانان له ترهګرې امریکا او متحدینو، چې بریتانیا او استرالیا دي، وجنګېږي. که چېرې ددغو جنایتونو پروړاندې پټه خوله کښېنو، نو سوله ییزه او آرامه ټولنه نه شو رامنځ ته کولی.''

د شیخ هارون وېبپاڼه دا مهال د هغه له کنټروله وتلې ده. په امازون وېبپاڼه کې د (درون او برون) په نامه د شعرونو یو کتاب دی، چې لیکوال یې محمد حسن منطقي معرفي شوی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption هغه ته په یوه منسوب شوي وېبسایټ کې لیکل شوي چې ''مخکې رافضي وم، خو نور نه یم. اوس الحمدلله مسلمان یم.''

د اسټراليا پوليس وايي د سيډني يرغمل پېښه وروسته له هغه پای ته ورسېده، چې په درنو وسلو سمبال پوليس، د پېښې ځای کافۍ ته ورننوت.

د کافۍ يرغمل او کلابندۍ پېښه، چې يوه وسله وال په کې لسګونه کسان يرغمل نيولي وو، شاوخوا ۱۷ ساعته روانه وه.

دغه وسله وال چې د سيډني دې کافۍ کې يې خلک يرغمل نیولي وو، ايرانی کډوال پېژندل شوی، او له يو شمېر تورونو سره په ضمانت خوشي شوی و.

ورته مطالب