دیکتاتوران څه ډول خوراکونه خوښوي؟

د انځور حقوق

دیکتاتوران څه ډول خوراکونه خوښوي؟

ژباړونکی:لطف الله لطیف

ستاسوخوراک ستاسوبدن جوړوي- خوداهم مهمه ده چې څرنګه خوراک کوۍ اوله چاسره ېې خورۍ.

ددیکتاتورانودخوراکي عادتونوپه هکله دوه تنه لیکوالان، ویکتوریا کلارک او میلیسا سکاټ پدې باوردي چې

خوراکي شیان پرمزاج،کولمواودنړۍ په هکله دیو شخص پرنظریاتوباندې اغیزکولاې شي.

پدې لیکنه کې دشلمې پیړۍ دډیروبدودیکتاتورانوخوراکي عادتونوته کتنه شوې.

که څه هم بدکارونه دکوم خاص خوراک خوړلو اویا دچا دبدن فزیکي بڼې سره

تړاو نه لري،خوجالبه ده وکتل شي چې دیکتاتوران کومې غذاګانې خوښوي؟

کله چې زیاتره دیکتاتوران زړیږي معمولا دخپلوخوراکونودسوچه توب سره ېې ډیره سودا وي.

د شمالي کوریا کیم ایل سونګ دخپل خوراک وریجې دانه دانه په ځانګړي توګه انتخابولې

اویوانستیتوت ېې جوړکړی وچې یواځینۍ دنده ېې دده دعمردډیرولولپاره دلاروچاروموندل و.

درومانیا دکمونیست ګوند مشر،نیکولاې چاوشیسکوعادت درلودچې

بهرنیوسفرونوکې به ېې خپل ټول خوراکې شیان له ځانه سره وړل.

زیاتره دا دیکتاتوران چې مونږه ېې نن په هکله غږيږو،دبزګروکورنیوڅخه واو

دبزګرانوپه شان خوراکونه ېې خوښیدل.

دمثال په توګه دیوګوسلاویا مشر،مارشال تیتو،سره ددې چې پاچاهانو او نامتو هنرمندانوته به ېې

شانداره میملمستیاوې جوړولې،په خپله به ېې دسرکوزي دوازدې یوه توده ټوټه خوښیده.

اوچاوشیسکوبه کله چې په کورکې و،دچرګ شوروابه ېې ډیره خوښه وه.

د پرتګال یو ډیرپخواني لومړي وزیر، آنتونیوسالازار، دخپل بیوزلي ماشومتوب په یاد، د ساردین ماهی ډیرخوښیده.

آدولف هیتلر، ماوزیدونګ اوموسولیني،دهغوسترومسولیتونودفشارله امله چې دوې پرغاړه اخیستي و،

دهاضمې سیستم ستونزې درلودې.

دکولمودبادوستونزه

دبې بي سي یومشرخبریال جان سیمپسن وايي کله چې ېې دلیبیا مشر،ډګرمن قذافي سره مرکه کوله، قذافي به دده دهرې پوښتنې په ځواب کې ډیر خندل. وايي دیوې مرکې په ترڅ کې قذافي په لوړاوازسره له بدنه

بادخوشې کړل اودپټولوهیڅ هڅه ېې هم ونکړه.

هیتلرهم دکولمودبادوستونزه درلوده، دهغه یوطبیب،تیودورمورل، ورته دعلاج لپاره ۲۸ ډوله

راز راز داروګان ورکول چې په یوډول کې ېې دبلغاریايي بزګرانو دغټومیتازو ځینې

عناصرهم کارول شوي و.

ددویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې دایټالیا دیکتاتور، موسولیني، ناروغه شوی و،

معالج ډاکټرېې ویل چې د سخت قبضیت له امله رنځیده.

دچین کمونیست مشر،ماوزیدونګ، ډیره غوښه خوړله. هغه خپل یو دوست ته

په یولیک کې په خوښۍ سره لیکلي وچې ډیرخوراک کوي اوډیر څه هم له بدنه باسي.

خوڅه موده وروسته کله چې دستالین دملاقات لپاره شوروي اتحاد ته تللی و له خپله بده مرغه سخت قبضیت شوی و

اوهیڅ تشناب ته نشوتلاې،ځکه هغه ډول پردووپښودناستې تشناب چې دی ورسره عادت و،هلته نه وموجود.

جوزف ستالین ښايي دخپل پولادي نوم سره ورته وسپنیزقانون هم درلود.

دماسکود کونتڅوه په سیمه کې په خپلې داچې یا پسرلني استوګنځي کې به ېې درازراز خوندورو ګرجستاني خوراکونو او میوو ډک میزشاوخوا،

،دشپې ناوخته پورې،له خپلونژدې مامورینوسره سیاسي لوبې کولې.

د شرابوسکلو،سندروویلواونڅاډکومحفلونوکې به ېې ګډون اجباري و اودسهارترپنځوبجو پورې به ېې دوام کاوه.

ویل کیږي چې یوځلي په یو محفل کې نیکیتاخروسچیف دومره شراب وسکل چې نورېې چې نورېې خپلې میتیازې نشواې کنترولولاې.

د هغه یوګوسلاویايي ملګری تیتوهم دومره نیشه شوی و چې دخپل جاکټ په لستوڼي کې ېې کانګې کولې.

د فیلیپین یوپخواني جمهوررییس،فردیناند مارکس اومیرمنې ېې،ایمیلدا مارکس،

دستالین په پرتله د دیکتاتورۍ یوه نرمتره رویه درلوده.

ایمیلدا مارکس دخپل میړه د زیږیدنې دیوې کلیزې په میلمستیا کې،

ټولو لوړو پوځي مامورینوته امر کړی وچې ښځینه لباس واغوندي.

آدولف هیتلرچې غوښه ېې نه خوړه عادت درلودچې د ډوډۍ خوړلو په وخت کې به ېې

دمیزترشا کسانوته د اوکراین دیومسلخ کیسه کوله، چې ډیره زړه بدونکې وه،

دهیتلرمخاطبینوچې دده برخلاف غوښه خوړونکي و، نشواې کولاې چې ترپایه خپله ډوډۍ وخوړي.

انساني خوراک؟

د تصورنه وتلې ده چې وايي دمرکزي افریقا یومشر، ژان بیدل بوکاسا،دیوګندا پخواني دیکتاتور، ایدي امین

اود استوايي ګینیا واکمن،فرانسیسکونګویما-ټولوباندې شک وچې دانسانې غوښې خوړلوعادت ېې درلود.

د ژان بیدل بوکاسا یو پخواني آشپزله قوله ویل شوي چې دبوکاسا په امرېې دیو انسان مړی دوریجوسره

پوخ کړی و.هغه ویلي چې په یاد ېې ندي چې مړی د نراوکه د ښځې و.

خوراک ازمویونکي نوکران

خوراک ازمویونکي نوکران دځینو ډیروظالمودیکتاتورانو دژوند یوه مهمه برخه وه.

دهغوې کار داوچې خوراکونه د خوندیتوب له پلوه وازموي.

دمثال په توګه هیتلر ۱۵تنه ښځینه خوراک ازمویونکي نوکران درلودل.

لومړی به دغوجنکیانودهیتلرخوراکونه خوړل اوکه تر۴۵دقیقوپورې به مړې نشوې نو بیابه ېې

هغه خوراک د هیتلردخوراک پرمیزایښوده.

دصدام حسین یو بې لارې ځوې،اودي،دخپل پلاریوه خوراک ازمویونکې نوکره وژلې وه چې

ددې جنایت له امله دوهلوټکولونه وروسته زندان ته واچول شو.

درومانیا جمهوررییس، نیکولاې چاوشیسکو دخپلوسفرونو په ترڅ کې تل یوامنیتي کارکونکی

له ځانه سره درلودچې کیمیا پوه و اودیوسیارلابراتوارپه مرسته به ېې ټول خوراکونه معاینه کول.

خو، ددې ټولو احتیاطونواو دخوراکونوازموینوسره سره، دا ټول دیکتاتوران ژوندي پاتې نه شول،

زیاتره ېې دتاوتریخوالي نه ډکوبدوحالتونوکې ووژل شول.