جاپان:پارلماني ټاکنې واکمن ګوند ګتلې دي

د انځور حقوق Getty
Image caption په جاپان کې پارلماني ټاکنې په دغه هېواد کې واکمن ګوند وګټلې

په جاپان کې د لومړي وزیر شینزو ابې په مشرۍ واکمن ایتلاف له ټاکل شوي وخته مخه تر سره شویو ټاکنو کې د پارلمان د استازو جرګې په دریو کې دوې برخې څوکۍ خپلې کړې دي.

ښاغلي ابې د لومړي وزارت پر څوکۍ له دوه کلن کار وروسته د خپلو پراخو اقتصادي سمونونو لپاره د خلکو د ملاتړ د تر لاسه کولو په موخه له وخته مخکې د ټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه وکړه، چې په وینا یې دغه ملاتړ یې اوس تر لاسه کړی دی.

په دغو ټاکنو کې دوه پنځوس سلنه رایه ورکوونکو ګډون کړی و، چې دا شمېره له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو کمه ګڼله کېږي.

په ټاکنو کې د خلکو د لږ ګډون یو لامل د واورې اورښت بلل شوی دی.

د جاپاني رسنیو رپوټونو کې راغلي چې د لیبرال دموکرات ګوند(ال ډي پي) د پارلمان ډېری څوکۍ خپلې کړې دي.

ال ډی پی، ګوند به له کمیتو ګوند سره په ګډه حکومت جوړ کړي. دغو دوو ګوندونو په ایتلافي ډول د پارلمان له ۴۷۵ څوکیو ۳۲۵ څوکۍ تر لاسه کړې دي.

اصلي مخالف ګوند د جاپان دموکراټیک ګوند دی چې دغه ګوند هم ۷۳ څوکۍ ګټلې دي.

شینزو ابې د پارلمان په منحل کولو سره له وخته مخکې ټاکنو غوښتونکی و، چې د خپلو اقتصادي پروګرامونو په تړاو د جاپاني وګړو پام ځان ته راواړوي.

په دا وروستیو کې د ښاغلي ابې محبوبیت کم شوی، خو دا سې ښکاري چې ملاتړی ائتلاف به یې ډېری څوکۍ ترلاسه کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption رایې ورکوونکي د ولسي جرګې ۴۷۵ غړي ټاکي

ښاغلی ابې په ۲۰۱۲ کال کې لومړی وزیر وټاکل شو او هڅه یې وکړه چې خلکو کې د پېر او پلور د توان لپاره په لوړو او اسکناس (کاغذي پیسو) چاپولو سره د دغه هېواد اقتصاد ته وده ورکړي.

د جاپان لومړي وزیر په دا وروستیو کې د ټاکنو په تړاو په خبرو کې وویل:"زه ژمنه درسره کوم چې له جاپانه به هغه هېواد جوړ کړم چې په نړۍ کې وځلېږي."

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، په اپریل میاشت کې له پنځه سلنه اته سلنې ته د پېرلو مالیات لوړېدل د مصرف کوونکو د پېر او پلور توان ناتوانه کړی او اقتصادي وده یې په ټپه درولې ده.

ښاغلی ابې هڅه کوي چې د دغو ټاکنو په ترڅ کې د هغه پروکرام شاته اچولو په اړه ټولیز ملاتړ ترلاسه کړي چې ګواکې نور مالیات به تر لس سلنه زیات شي او اټکل شوې چې دغه پروګرام به ۲۰۱۵ کال کې ترسره شي.

په وروستۍ اونۍ کې ترسره شوې بېلابېلې نظر پوښتنې ښيي چې ښاغلی ابې او لیبرال ګونډ یې ګټونکی دی.

ورته مطالب