ترکیې ته د اروپايي اتحادیې خبردرای

د انځور حقوق AP
Image caption د یکشنبې په سهار ترکي پولیسو او امنیتي ځواکونو د زمان نومي ورځپاڼې او د سامانیول تلویزیون یو شمېر کارکوونکي ونیول

د اروپايي ټولنې چارواکو د دغې ټولنې غړیتوب ته نوماند هېواد ترکیې ته خبرداری ورکړی، چې د حکومت مخالفو رسنیو پر وړاندې د پولیسو کړنې د اروپايي اصولو خلاف چاره ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشرې او د دغې ټولنې د غړیتوب د پراخولو کمېټې مشر په یوه ویناپاڼه کې ویلي، د ترکيې پولیسو د تېرې ورځې پلټونکي عملیات له رسنیزې خپلواکۍ سره اړخ نه لګوي.

د یکشنبې په سهار ترکي پولیسو او امنیتي ځواکونو د زمان نومي ورځپاڼې او د سامانیول تلویزیون یو شمېر کارکوونکي ونیول.

د یوه امریکايي مېشتي حکومت مخالف، ترکي ملا فتح الله ګولېن د یوې ملاتړې تلویزوني شبکې او ورځپاڼې تر شلو زیات کارکوونکي د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

دوی د یوې ترهګریزې وسله والې ډلې د جوړولو او د واک تر لاسه کولو په تور بندیان شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې د زمان ورځپاڼې مسول مدیر اکرام دومانلي هم شامل دی، چې په ترکیې کې تر ټولو ډېر لوستونکي لري. نوموړي وویل، چې په دغه هېواد کې د وینا خپلواکي له ګواښ سره مخامخ ده.

شنونکي په دې باور دي، چې دغه نیونې د ترکیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر اردوګان او د ده د پخواني ایتلافي ښاغلي ګولېن تر منځ د اختلافونو د ډېرېدو ښکارندوي کوي.

د اروپايي ټولنې چارواکو د دغو نیونو په تړاو ویلي، چې خپلې اندېښنې به د اروپا شورا ته ولېږدوي.

اټکل شوې چې د سې شنبې په ورځ به اروپاي ټولنه کې د ترکیې په ګډون د تازه غړو د منلو په تړاو پر سیاست خبرې وشي.

له دې سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نرمه ژبه ویلي چې د یکشنبې په ورځې نیونې په دقت سره تعقیبوي.

د دغه وزارت په څرګندونو کې د رسنیو ازادي، قانوني پړاونو پلي کول او د قضا ازادۍ د سالمې دیموکراسۍ مهم توکي بلل شوي چې"ټول د ترکیې په اساسي قانون کې په پام کې نیول شوي دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ترکیې هېواد د ملګري او متحد هېواد په نوم بللی او غوښتي یې دي ترکیه ځان ډاډه کړي چې ایا کړنې یې اساسي او دموکراتیک ارزښتونه تر پښو نه لاندې کوي.؟

ورته مطالب