د سیډني له یرغمل کوونکو پنځه کسان تښتېدلي

د انځور حقوق AFP

استرالیا کې پولیس وايي، له یوه وسله وال سړي سره یې اړیکه نیولې، چې د سډني ښار مرکزي برخې یوې کېفې کې یې ځیني کسان یرغمل کړي دي.

د پولیسو یوې ویاندې ( کېتهراین برن ) د وسله وال سړي د هدف په اړه څه نه دي ویلي.

درې کسان له هغې ودانۍ د منډې په حال کې لیدل شوي، چې سلګونو پولیسو محاصره کړې ده.

تر اوسه معلومه نه ده، چې کېفې کې د ننه څومره کسان یرغمل شوي دي.

په درنو وسلو سمبالو سلګونو پولیسو د استرالیا سډني ښار یو شمېر مرکزي برخې محاصره کړې، چېرې چې یوه کېفې کې یوه یا له یوه ډېرو کسانو ځیني کسان یرغمل نیولي دي.

ولس ته په یوه تلویزیوني وینا، کې لومړي وزیر ټوني اېبټ ویلي، د یرغمل نیونکو هدف لا هم څرګند نه دی، خو وايي داسې اشارې شته، چې ګواکې پېښه سیاسي انګیزه لري.

سپتمبر کې سډني کې یوه سړی له دې کبله تورن شوی و، چې ګواکې د ولسي مارټن ماڼۍ یو غړي نه یې د سر پرې کولو ګواښ کړی و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پېښې ځای ته له څېرمو ودانیو اوسېدونکي ایستل شوي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چارواکو ویلي، چې خلک دې د پېښې ځای ته نژدې تګ-راتګ نه کوي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پولیسو ویلي چې له یرغمل کوونکي سره یې اړیکه نیولې ده

دا هغه ځای دی، چې اوس پکې د یرغمل نیونې بحران دوام لري.

د استراليا په ټلويزيون کې انځورونو لږ ترلږه درې کسان ښودلي چې لاسونه يې د کړکيو پر لوري پورته دي او يو تور بيرغ چې عربي ليکنې لري.

سلگونو استراليايي پوليسو د سدني سوداگريز مرکز مارتين پليس کلابند کړى چې تل په کې گڼه گوڼه ډېره وي.

د استراليا لومړي وزير ټوني اېبټ دا يوه ژوره انديښمن کوونکې پېښه بللې ده.

هغه په دې اړه په يوه اعلاميه کې وويل:" د استراليا ټول خلک بايد پرې دې ډاډه وي چې زموږ قانون پلي کوونکي او امنيتي ادارې ښه روزل شوې او پر وسايلو ښه سمبال دي او په مسلکي ډول به له پېښې سره چلن وکړي".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پولیسو ددغې پېښې تر شا د انګیزې د څرنګوالي په باب له څه ویلو ډډه کړې ده
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لا څرګنده نه ده چې پنځه تښتېدلي خوشي شوي او که یې د یرغمل له ځایه پښې سپکې کړې دي

د استراليا د لومړي وزير دفتر ويلي، چې نن به د ملي امنيت کابينه غونډه کوي.

د نوي جنوبي ويلز پوليسو له خلکو غوښتي دي چې د پېښې له سيمې او کړکيو ځانونه لرې وساتي.

پوليس دارنگه د سدني د اوپيرا ودانۍ هم تخليه کړې ده.

سيمه ييزې رسنۍ وايي مارتين پليس په سيمه کې يوه شکمنه ټولگه موندل شوې، خو دا نه ده څرگنده چې دا به له دې پېښې سره کومه اړيکه ولري او که نه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ودانۍ په یوه کړکۍ کې تور بیرغ لیدل شوی، چې عربي توري پرې لیکل شوي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ځینې انګیرنې دا دی، چې شاید دا برید 'القاعدې' شبکې کړی وي

ورته مطالب