دیکتاتوران څه ډول خوراکونه خوښوي؟

 هيتلر د انځور حقوق BBC World Service
Image caption غوښه نه خوړه

ستاسوخوراک ستاسوبدن جوړوي- خوداهم مهمه ده چې څرنګه خوراک کوئ او له چاسره يې خورئ.

د دیکتاتورانود خوراکي عادتونو په هکله دوه تنه لیکوالان، ویکتوریا کلارک او میلیسا سکاټ په دې باوردي چې خوراکي شیان پرمزاج،کولمو او د نړۍ په هکله د یو شخص پرنظریاتو باندې اغیزکولاى شي. په دې لیکنه کې د شلمې پیړۍ د ډېرو بدو دیکتاتورانو خوراکي عادتونو ته کتنه شوې.

که څه هم بدکارونه د کوم خاص خوراک خوړلو اویا د چا د بدن فزیکي بڼې سره تړاو نه لري،خوجالبه ده وکتل شي چې دیکتاتوران کوم خواړه خوښوي؟

کله چې زیاتره دیکتاتوران زړیږي معمولا د خپلوخوراکونو له سوچه توب سره يې ډیره سودا وي. د شمالي کوریا کیم ایل سونګ د خپل خوراک وریجې دانه دانه په ځانګړې توګه انتخابولې او یو انستیتوت يې جوړکړی و چې یوازینۍ دنده ېې د ده د عمر د ډېرولو لپاره د لارو چاروموندل و.

د رومانیا د کمونیست ګوند مشر،نیکولاې چاوشیسکوعادت درلود چې بهرنیوسفرونوکې به يې خپل ټول خوراکې شیان له ځانه سره وړل.

زیاتره دا دیکتاتوران چې موږه يې نن په هکله غږيږو،دبزګرو کورنیو څخه و او د بزګرانوپه شان خوراکونه يې خوښیدل.

د مثال په توګه د یوګوسلاویا مشر،مارشال تیتو،سره د دې چې پاچاهانو او نامتو هنرمندانوته به يې شانداره میملمستیاوې جوړولې،په خپله به يې دسرکوزي د وازگې یوه توده ټوټه خوښېده. اوچاوشیسکوبه کله چې په کورکې و،دچرګ ښوروا به يې ډېره خوښه وه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption نیکولاې چاوشیسکو او دهغه میرمن ایلینا، ۱۹۸۱ کال،بخارست

آدولف هیتلر، ماوزیدونګ اوموسولیني،د هغوسترو مسولیتونو د فشارله امله چې دوى پرغاړه اخیستي و، دهاضمې سیستم ستونزې درلودې.

د کولمو د بادو ستونزه

د بې بي سي یومشرخبریال جان سیمپسن وايي کله چې يې د لیبیا مشر،ډګرمن قذافي سره مرکه کوله، قذافي به د ده دهرې پوښتنې په ځواب کې ډېر خندل. وايي د یوې مرکې په ترڅ کې قذافي په لوړ اواز سره له بدنه باد خوشې کړ او د پټولوهیڅ هڅه يې هم ونه کړه.

هیتلرهم د کولمو د بادوستونزه درلوده، د هغه یو طبیب،تیودورمورل، ورته دعلاج لپاره ۲۸ ډوله راز راز داروګان ورکول چې په یو ډول کې يې د بلغاریايي بزګرانو دغټومیتازو ځینې عناصرهم کارول شوي و.

د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د ایټالیا دیکتاتور، موسولیني، ناروغه شوی و، معالج ډاکټريې ویل چې د سخت قبضیت له امله رنځیده. دچین کمونیست مشر،ماوزیدونګ، ډېره غوښه خوړله. هغه خپل یو دوست ته

په یولیک کې په خوښۍ سره لیکلي و چې ډيرخوراک کوي او ډير څه هم له بدنه باسي. خوڅه موده وروسته کله چې د ستالین د ملاقات لپاره شوروي اتحاد ته تللی و له خپله بده مرغه

سخت قبضیت شوی و اوهیڅ تشناب ته نه شو تلاى،ځکه هغه ډول پر دوو پښو د ناستې تشناب چې دی ورسره عادت و، هلته نه وموجود.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ستالین میله کړې

جوزف ستالین ښايي د خپل پولادي نوم سره ورته وسپنیزقانون هم درلود. د ماسکود کونتڅوه په سیمه کې په خپل پسرلني استوګنځي کې به يې

د راز راز خوندورو ګرجستاني خوراکونو او میوو ډک مېز شاوخوا،دشپې ناوخته پورې، له خپلو نژدې مامورینو سره سیاسي لوبې کولې. د شرابو څښلو،سندرو ویلواو نڅا ډکو محفلونو کې

به يې ګډون اجباري و او د سهار تر پنځو بجو پورې به يې دوام کاوه. ویل کیږي چې یوځل په یو محفل کې نیکیتاخروسچیف دومره شراب وڅښل چې نور يې

خپلې میتیازې نه شوای کنترولولاى. د هغه یوګوسلاویايي ملګری تیتوهم دومره نیشه شوی و چې دخ پل جاکټ په لستوڼي کې يې کانګې کولې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د سرکوزي وازده چې د تیتو ډیره خوښه وه

د فیلیپین یوپخواني ولسمشر ،فردیناند مارکس اومېرمنې يې،ایمیلدا مارکس، ستالین په پرتله د دیکتاتورۍ یوه نرمتره رویه درلوده. ایمیلدا مارکس د خپل مېړه د زیږیدنې د یوې کلیزې په میلمستیا کې،

ټولو لوړو پوځي مامورینوته امر کړی وچې ښځینه لباس واغوندي.

آدولف هیتلرچې غوښه يې نه خوړه عادت درلود چې د ډوډۍ خوړلو په وخت کې به يې د میزترشا کسانو ته د اوکراین د یو مسلخ کیسه کوله، چې ډیره زړه بدونکې وه، د هیتلرمخاطبینو چې د ده برخلاف غوښه خوړونکي و، نه شواى کولاى چې ترپایه خپله ډوډۍ وخوړي.

انساني خوراک؟

د تصورنه وتلې ده چې وايي د مرکزي افریقا یو مشر، ژان بیدل بوکاسا،د یوګندا پخواني دیکتاتور، ایدي امین او د استوايي ګینیا واکمن،فرانسیسکونګویما-ټولوباندې شک و چې د انسانې غوښې خوړلوعادت يې درلود.

د ژان بیدل بوکاسا یو پخواني آشپز له قوله ویل شوي چې د بوکاسا په امريې د یو انسان مړی له وریجو سره پوخ کړی و.هغه ویلي چې په یاد ېې نه دي چې مړی د نر او که د ښځې و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption صدام حسین، چې زوى يې اودي،په ۱۹۸۸ کې د ده یو خوراک ازمویونکی نوکر وژلی و

خوراک ازمویونکي نوکران

خوراک ازمویونکي نوکران د ځینو ډیرو ظالمو دیکتاتورانو د ژوند یوه مهمه برخه وه. د هغوى کار دا و چې خوراکونه د خوندیتوب له پلوه وازموي. د مثال په توګه هیتلر ۱۵تنه ښځینه خوراک ازمویونکي نوکران درلودل.

لومړی به دغوجنکیانو د هیتلرخوراکونه خوړل او که تر ۴۵دقیقو پورې به مړې نه شوې نو بیا به يې هغه خوراک د هیتلرد خوراک پرمیزایښوده.

د صدام حسین یو بې لارې زوى،اودي،د خپل پلار یوه خوراک ازمویونکې نوکره وژلې وه چې د دې جنایت له امله د وهلو ټکولو نه وروسته زندان ته واچول شو.

د رومانیا ولسمشر، نیکولاې چاوشیسکو د خپلوسفرونو په ترڅ کې تل یو امنیتي کارکونکی له ځانه سره درلود چې کیمیا پوه و اود یو سیار لابراتوار په مرسته به يې ټول خوراکونه معاینه کول.

خو، د دې ټولو احتیاطونو او د خوراکونو ازموینو سره سره، دا ټول دیکتاتوران ژوندي پاتې نه شول، زیاتره يې دتاوتریخوالي نه ډکو بدو حالتونو کې ووژل شول.