۳۰۰۰ کلنه فرعوني مجسمه بیا پر پښو ودرېده

Image caption دغې لس متره لوړې مجسمې ته اوس سپین تاج ور پر سر کړل شوی،‌ چې د مصر د شهامت نښه ګڼل کېږي.

د مصر په اقصر ښار کې یوځل بیا هغه مجسمه ودرول شوه، چې ټیک ۳۰۰۰ کلونه د یوې لویې زلزلې له کبله په یوه کرونده کې تر خاورو لاندې شوې وه.‌

لرغونپوهانو دغه مجسمه کشف کړه،‌ او د ترمیم چارې یې پیل کړې دي.

دغه مجسمه د درېیم فرعون امنحتب ده.

دغه مجسمه پر ځمکه تر لوېدو وروسته نژدې ۹۰ ټوټې شوې وه.‌

دغې لس متره لوړې مجسمې ته اوس سپین تاج ور پر سر کړل شوی،‌ چې د لرغوني مصر د شان او شوکت نښه ګڼل کېږي.

دغې مجسمې ته څېرمه د فرعون یوه بله لویه مجسمه هم درول شوې،‌ چې هغه هم د سږ کال په لومړیو کې کشف او بېرته ترمیم شوه.‌

د دغو مجسمو د ترمیم د پروژې مشر هورینګ سوروزیان دا د لرغوني تاریخ په کشفولو کې یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده.

نوموړی وايي:‌ ''نژدې وه چې دغه مجسمه له منځه ولاړه شي،‌ په کروندو کې ورکه وه چې موږ وژغوروله.‌ دا ترګردو مجسمو ډېره لوړه هغه ده،‌ ځینې نورې مجسمې هم شته چې لاهم ټوټې ټوټې ترځمکې لاندې پټې دي،‌ خو دا یې د مصري لرغوني تاریخ تر ټولو لویه مجسمه ده.''

د پروژې مشر زیاتوي، چې د مجسمې ترمیمول ډېر دقیق کار ته اړتیا لري، چې بېرته خپل پخواني حالت ته ستنه کړله شي.

دی وايي، لرغون مصریان د لویو مجسمو له کارونو سره اشنا خلک وو،‌ چې په قبرونو کې یې ډېر ښکلي رسمونه موندل کېږي.

ورته مطالب