عراق کې د داعش د بریدونو له پیله ۲۷۰۰ کسان ورک شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د عراق د بشري حقونو وزارت د ورکو شویو کسانو په اړه تحقیق کوي، او د هغوی له کورنیو څخه معلومات راغونډوي.‌

د عراق د بشري حقونو وزارت ویلي،‌ له تېر جولای راهیسې د داعش د بریدونو له پیلېدو راپدېخوا په عراق کې تر ۲۷۰۰ ډېر کسان تري تم شوي، چې زیاتره یې امنیتي ځواکونه دي.

ددغه وزارت یوې سرچینې ویلي، اوس د تري تم شویو کسانو شمېر تر دې هم زیات دی، خو دغه شمېرې د ورکو شویو کسانو د کورنیو د غړو د څرګندونو پربنسټ‌چمتو شوې دي.

د وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي ''د بغداد په شمال کې له سبایکر پوځي مرکز نه ۱۶۶۰ کسان ورک شوي، د عراق له شمالي بادوش زندان نه ۴۸۷ کسان تري تم شوي، او له نورو سیمو بیا ۵۵۴ کسان ورک دي، چې ۳۹ مېرمنې دي.''

سبایکر اډه د تکریت په شمال کې ده، چې د داعش ډلې په تېر جولای کې نژدې ۱۷۰۰ پوځيان پکې ووژل.

خو بادوش زندان بیا د موصل په لوېديځ‌کې نژدې ۳۵۰ کیلومتره لیرې پروت دی،‌ چې د داعش په لومړیو بریدونو کې ددغې ډلې لاس ته ولوېد.‌

د یاد وزارت ویاند کامل الامین ویلي، ډېرې داسې نورې شمېرې هم شته،‌ چې د ګڼو لامولنو له کبله لا ثبت شوې نه دي.‌

د عراق د بشري حقونو وزارت د ورکو شویو کسانو په اړه تحقیق کوي، او د هغوی له کورنیو څخه معلومات راغونډوي.‌

د انځور حقوق AFP
Image caption اسلامي دولت د عراق پراخې او مهمې سیمې نیولې دي

دغه وزارت وايي، د ورکو شویو کسانو د کره شمېرو موندلو په برخه کې یې له دفاع وزارت سره ګډې هڅې پیل کړې دي، په تېره بیا د هغو پوځيانو په اړه‌ چې د جګړې په ډګر کې تري تم شوي دي.

الامین وايي، زیاتره ورک شوي کسان د عراق د سوېلي ذي قار،‌ دیوانیه،‌ نجف او بابل ولایتونو دي.

لاهم دغه سیمې د عراقي پوځ په لاس کې دي،‌ خو په نورو سیمو، په تېره بیا هغو شمالي او لوېديځو ولایتونو کې د ورکو شویو کسانو په اړه تحقیق ځکه ګران دی، چې زیاتره یې د داعش تر کنټرول لاندې دي

ورته مطالب