''داعش په بمونو نه، په کتابونو وځپئ''

شیرین عبادي
Image caption ۶۷ کلنه عبادي وايي ''داعش ډله د طالبانو یوه څانګه ده،‌ نه یوازې ترهګره ډله ده، بلکې یوه ایډیالوژي هم ده، دغه ایډيالوژي باید له جرړو سره له منځه یووړل شي. کله یې چې جرړې وایستل شوې،‌ بیا نو د خپرېدو توان نه لري.''

د ۲۰۰۳ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ایرانۍ شیرین عبادي ویلي، د اسلامي دولت (داعش)‌ ډلې پروړاندې د امریکا په مشرۍ جوړ شوی ایتلاف باید ددغې ډلې د ختمولو لپاره پر هغوی د بمونو پرځای کتابونه راورغوځوي.

دغې پخوانۍ قاضۍ چې په ایران کې د ۱۹۷۹ کال تر اسلامي انقلاب وروسته حقوقي فعاله شوه،‌ او له ۲۰۰۹ کال راهیسې په تبعید کې ده، د روانې اونۍ وروستیو کې په روم کې د نوبل د جایزو ګټونکو په څلریشتمه غونډه کې ګډون کوي.

هغې د خپل ژوند زیاتره برخه د مذهبي افراطیت ضد فعالیتونو کې تېره کړې ده، چې له فرانس پرېس خبري اژانس سره یې په خبرو کې ویلي، ډاډمنه ده چې د داعش له منځه وړل پوځي حل نه لري.

شیرین عبادي وايي ''د طالبانو پروړاندې مبارزه کې که لګول شویو پیسو او تېرو کلونو ته وګورئ،‌ اغېز یې کم ، دغه ډله ورکه شوه؟‌ نه هېڅکله نه.''

۶۷ کلنه عبادي وايي ''داعش ډله د طالبانو یوه څانګه ده،‌ نه یوازې ترهګره ډله ده، بلکې یوه ایډیالوژي هم ده، دغه ایډيالوژي باید له جرړو سره له منځه یووړل شي. کله یې چې جرړې وایستل شوې،‌ بیا نو د خپرېدو توان نه لري.''

‌دا وايي:‌ ''زما په اند،‌ د سخت دریځۍ جرړې بې سوادي او د ټولنیز عدالت نشتوالی دی، ددې پرځای چې پر دوی بمونه راوغورځول شي، موږ باید کتابونه پرې راوغورځوو،‌ ښوونځي جوړ کړو،‌ که دا کار وکړو،‌ پر سخت دریځۍ او بنسټ پالنې به بریا پیدا کړو.''

Image caption دغه فعاله وايي:‌ ''نن ګورو چې زیاتره اروپایان له سخت دریځو ډلو سره یوځای کېږي، ګومان کوم ددې مانا دا ده چې د دویم نسل زیاتره مسلمانان د سپکاوي احساس کوي.''
د انځور حقوق AP
Image caption شیرین عبادي وايي ''د طالبانو پروړاندې مبارزه کې که لګول شویو پیسو او تېرو کلونو ته وګورئ،‌ اغېز یې کم ، دغه ډله ورکه شوه؟‌ نه هېڅکله نه.''

عبادي وايي، لوېديځ هېوادونه باید دا ومني چې دوی تر نورو هغو ډېر مسؤولیت لري،‌ په تېره بیا د داعش، بوکو حرام،‌ او په لیبیا کې د ګډوډۍ او د ایران د اتومي پروګرام پر سر د لانجو او هغې ترهګرۍ پرضد ډېر مسؤولیت لري، چې ځینې وخت یې د اور د څپو تاو یې ځینې وخت تر اروپايي‌ښارونو پورې هم رسېږي.

په منځني ختيځ کې مداخله او هلته د فاسدو دیکتاتوریو ملاتړ ددې لامل ګرځي،‌ چې د خلکو او سخت دریځو په زړونو کې پټې کینې د صبر تر بریدونو واوړي،‌ همداشان له لږکیو مسلمانانو سره ناوړه چلند او د مېرمې چلند او معاملې هم دوی سخت دریځۍ ته اړباسي.

دغه فعاله وايي:‌ ''نن ګورو چې زیاتره اروپایان له سخت دریځو ډلو سره یوځای کېږي، ګومان کوم ددې مانا دا ده چې د دویم نسل زیاتره مسلمانان د سپکاوي احساس کوي.''