د امریکا پېنسلوانیا کې یوه سړي شپږ کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption پولیسو هغه کور کلابند کړی، چې ډېر اټکل کېږي، شکمن بریدګر پکې اوسېږي.

امریکايي پولیس وايي، د امریکا پېنسلوانیا ایالت کې یوه شکمن وسله وال کس په درو جلا پېښو کې لږترلږه شپږ کسان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه ۳۵ کلن شکمن بریدګر نوم براډلي ویلیم سټون ښوول شوی دی.

چارواکو ویلي، داسې ښکاري چې دغه وژنې د کورنۍ شخړې په پایله کې رامنځته شوې او په وینا یې د ښاغلي سټون د پخوانۍ مېرمنې په ګډون د دې پېښې ټول قربانیان د بریدګر خپلوان دي.

پولیسو ویلي، چې دغه بریدګر په وسلې سمبال دی او خلک یې باید له ګواښه د خوندیتوب لپاره په کورونو کې پاتې شي.

پولیسو ویلي، بریدګر سره وېښتان لري او پوځي یونیفورم یې اغوستی دی.

رپوټونه وايي، دغه سړي له ځانه سره لکړه (امسا) هم ګرځوله.

دغه درې بریدونه د ښار په درو بېلابېلو سیمو کې په ځايي وخت څلور بجې (ګرینویچ نهه بجې) پیل شوی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو ویلي، بریدګر سره وېښتان لري او پوځي یونیفورم یې اغوستی دی.

اټکل کېږي چې په وژل شویو کې یوه مېرمنه هم ده، چې پخپل کور کې وژل شوې.

د تورن ګاونډیانو ویلي، شکمن یې له خپل کوره له دوو ماشومانو سره یوځای د وتلو په حال کې لیدلی، خو ځینې رپوټونه وايي، ډزې د ماشومانو د ساتنې خلاف ترسره شوې دي.

په واشنګټن کې د بي بي سي خبریاله باربرا پلیټ اشر وايي، وروسته جوته شوه، چې له تورن سره دوه وتلي ماشومان په یوه لیرې خوندي ځای کې موندل شوی دي.

پولیسو د هغه کور کلابند کړی دی.

پولیسو تورن ته په لاسپیکرونو کې خبرداری ورکړی چې ځان وروسپاري او یا له خپله کوره لاسونه پر سر راووځي.

د برید د سیمې څارنوالې ریسا ویتري فیرمن وروسته خبریالانو ته ویلي، چې پولیس لاهم په ډېرو ځایونو کې د شکمن په لټه کې دي:

"دلته چې اوس زه ولاړه یم، نه پوهېږو چې شکمن چېرې دی، خو افسرانو د هغه موټر او ګرځند تیلیفون موندلي دي."