د سډني پېښه د ۳ کسانو په وژل کېدو پای ته ورسېده

د انځور حقوق EPA
Image caption د بي بي سي فرانک ګارډنر وايي، هغه کوماندو ځواکونه چې پر ودانۍ يې يرغل وروړی و، د اسټراليا شاهي ټولی و

د استرالیا په سډني ښار کې پر یوې کافۍ د یرغمل او کلابندۍ پېښې ۱۶ ساعته دوام وکړ خو دغه پېښه د کافۍ ودانۍ ته د کومانډو په د ننه کېدو او برید سره پای ته ورسېده.

په دغه پېښه کې درې تنه وژل شوي او د یوه پولیس په ګډون ۵ تنه ټپیان دي.

دغه کافۍ کې پرون دوشنبه (دسمبر ۱۵ ) يوه وسله وال لسګونه خلک يرغمل نیولي وو. دغه وسله وال ايرانی کډوال پېژندل شوی دی.

د استرالیا لومړي وزیر ټوني ایبټ ویلي، د سیډني په یوه کافۍ کې د تېرې ورځې د شپاړس ساعته یرغمل نیونې د پېښې یوازنی بریدګر امنیتي ادارو ته د اوږدې جرمي مخینې، له سخت دریځۍ سره د لېوالتیا او د عصبي بې ثباتۍ له کبله ښه مالوم و.

ښاغلي ایبټ ویلي، د هارون مونیس په نامه دغه ایراني توکمي کډوال غوښتل چې خپلو کړنو ته د اسلامي دولت وسله والې ډلې رنګ ورکړي.

دغه ۵۰ کلن بریدګر په دغه کافۍ کې چې لسګونه کسان یې یرغمل نیولي وو د امنیتي ځواکونو د برید پر مهال له دوو یرغمل شویو کسانو سره یو ځای ووژل شو.

په دې خونړۍ پېښه کې د دریو وژل شویو کسانو کې یوه ۳۸ کلنه حقوقپوهه کترینا ډاسن نومېده، چې د دریو ماشومانو مور وه.

د پېښې بل قرباني د توري جانسن په نامه د دغه کافۍ سمبالوونکی و دریم وژل شوی کس یرغمل کوونکی دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption شکمن وسله وال چې مان هارون مونيس نومېده، ۵۰ کلن و، په ۱۹۹۶ کال کې يې په اسټراليا کې پناه اخيستې وه، له يو شمېر تورونو سره مخامخ و، او په ضمانت خوشي شوی و

د سیډني د پولیسو مشر انډریو سایپیون یوې خبري غونډې ته وویل، کله چې پولیسو د کافۍ د ډزو غږونه واورېدل، برید یې پیل کړ.

په دې پېښه کې څلور یرغمل شوي کسان او یو پولیس ټپي شوی دی.

د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر ایران هم دغه پېښه غندلې او دا یې د اسلامي او انساني اصولو خلاف کار بللی دی.

ورته مطالب