د سيډني پېښې پوښتنې پيداکړې

استرالیا د انځور حقوق EPA
Image caption د سډني په پېښه کې له بریدګر سره ټول درې کسه ووژل شو

د استراليا لومړي وزير ټوني ايبټ پوښتي ولې د سيډنې پېښې ټوپکمار د هېواد په تروريستي لست کې نه و. ده زیاته کړه حکومت به پلټنه کوي چې ولې هارون مونيس په ضمانت وخوشي شوی و.

لومړی وزیر ايبټ دوو يرغمل شويو ته چې په دې پېښه کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ احترام وړاندې کړ او ښه کسان يې وبلل.

په مطبوعاتي کنفرانس کې ايبټ وويل: څرنګه څوک چې دا ډول تير او سابقه لري د ترهګرو په لست کې شامل نه دی او په دومره لویه ټولنه کې ژوند کوي، دا هغه پوښتنې دي چې په ارامه او دقيق ډول دې وڅېړل شي.

همدارنګه ابټ زياته کړه که چېري هارون مونيس په تور ليست کې شامل هم وای کېدای شي دا پېښه به رامنځ ته شوې وای.

سه شنبه سهار وختي د سيډنی پېښه کې د پوليسو په حمله کې دوه يرغمل شوي کسان او وسله وال هارون مونيس ووژل شول. دې کې د کفي سمبالونکي توري جهانسن او وکيلې کټرينه ډوسن خپل ژوند له لاس وکړ.

دې خونړۍ پېښې ځای ته خلک راځی او غمشريکي ښکاره کوي.

پوليسو د هارون مونيس په اړه پلټنه پيل کړې چې وګوري ولې دې ایراني پناه غوښتونکي دا کار تر سره کړی او تر شا څه علتونه وو.

تيارسي پلان

د شنبې پر سهار کله چې وسله وال کفې ته داخل شو امنیتی ځواکونو منځ سيډني کلا بند کړ، له دې پېښې پنځو يرغمل شوو وکولای شول خوندي ځای ته ځان وباسي او په همدې ډول نور زيات شمېر خلک له دې پېښې روغ رمټ ووتل.

په مطبوعاتي کنفرانس کې د پوليسو مرستيالې کترين برن وويل دوی خبر نه دي چې هارون مونيس يرغمال وژلي او که د امنیتی ځواکونو په ډزو کې وژل شوي. او دې زیاته کړه چې اوس به ډېره وختي وي چې په اړه خبرې وکړو.

د کريسمېس په وخت کې خلک په سډني کې مارټن پلېس ته راتلل چې د کريسمس ونې وګوري. دا ځل به پېښې د قربانیانو په یاد ګلونه ګوري.

دې ځاي کې سلګونو د ګلونو ګېډۍ اېښودل شوې دي.

ورته مطالب