په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تانزانيا کې د سپين پوستو ساتنې مبارزه

په تانزانيا کې د دغه هېواد د ولسمشر په مشرۍ يوه داسې مبارزه پيل شوې، چې د البينو يا سپين رنګه پوټکي خلکو ژغورلو لپاره په کې پانګه راغونډه کړي.

البينو يو داسې حالت دی چې خلک په کې د پوټکي د رنګ طبيعت له نشتوالي سره زېږېږي.

په تېرو څو کلونو کې دغه هېواد د البينو په نامه دغو خلکو د وژنو پېښو کې د زياتوالي ليدونکی و، په دې باور چې د بدنونو ټوټې يې شتمني ور په برخه کولی شي.