په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پېښور د ښوونځي د ټولوژنې ویر

د پاكستان لومړي وزير نواز شريف، د پېښور ښوونځي له پرونۍ ټولوژنې وروسته هوډ څرګند کړی چې هېواد به يې د ترهګرۍ له تاو خلاصوي.

د پېښور ښوونځي دې بريد کې څه د پاسه ۱۴۰ کسان ووژل شول.

ښاغلي شريف د ټولو ګوندونو غونډه کې د خبرو پر مهال وويل هېواد يې د دې خبرې باوري کولو کې يو موټی دی چې د ماشومانو قربانۍ بې ځايه نه ځي.

طالبانو ويلي دغه بريد دوی کړی، او يوه وياند يې بي بي سي ته ويلي ځانمرګيو ته يې لارښونه شوې وه، چې يوازې لوی زده کوونکي ووژني.