له بې کوره مرستیال سره د هنر د محصلې مرسته

د برتانیا د لانکاشیر د هنر څانګې یوه محصله د پرسټن ښار پر واټونو شپې سبا کوي. هغه غواړي په دې کار سره د هغه بې کوره سړي څه غم وخوري چې له دې سره یې مرسته کړې وه.

دغه سړی رابي نومیږي، هغه یواځې درې پونډه لرل او هغه یې دومینک هاریسن ته ورکړل چې ځان خپل کور ته ورسوي. دومینک ځکه بې پیسو وه چې هغه د بانک کار ورک کړی او په خالي میدان پاتې شوې وه.

دوه ویشت کلنې دومینک له دغه سړي پیسې وانه خستې، هغه وايي له دغه سړي سره یې خواخوږي لري او یو کمپاین یې پیل کړی چې دغه سړي ته د کور غم وخوړل شي.

هغه تمه لرله چې یوازې پنځه سوه پونډه به راټول کړي خو اوس یې له شل زرو زیات پونډ راټول کړي دي.

د مرکزي لانکاشیر پوهنتون دغې محصلې له خلکو غوښتي چې درې پونډه ورکړي.

هغه وایي ما د دومره ډیرو پیسو د را ټولولو تمه نه لرله دومینک له خلکو مشوره غواړي چې دغه پیسې څنګه ولګوي. هغې ویلي لومړیتوب دادی چې پنځلس سوه پونډه به هغه بې کوره کس ته ورکوي چې له دې سره یې مرسته کوله.