کاسټرو پر کیوبا د اقتصادي بندیزونو ختمول غواړي

د انځور حقوق AFP
Image caption له واشنګټن سره د هوکړې تر اعلان وروسته د کیوبا د خوشحالیو له کبله بهر ته راووتل.

د کیوبا ولسمشر راول کاسټرو امریکا پر کیوبا د اقتصادي او سوداګریزو بندیزونو لیرې کولو ته هڅولې ده.

نوموړي دا څرګندونې د کیوبا او امریکا ترمنځ د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو تر پیلېدا وروسته کړې دي.

کاسټرو ویلي، پر کیوبا پنځه لسیزې اقتصادي بندیزونه ددغه هېواد "اقتصاد ته لوی زیان اړولی دی."

خبریالان وايي، یوازې د امریکا کانګرس پر کیوبا د اقتصادي بندیزونو لیرې کولو صلاحیت لري، او زیاتره جمهوریت غوښتونکي استازي لاهم دا ډول ګام اخیستل په شدت سره ردوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په تېره چارشنبې د کیوبا له ولسمشر راول کاسټرو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه کولو هوکړه وکړه.

ددې هوکړې له مخې په کیوبا کې د بندي امریکايي قراردادي الان ګروس او د امریکا په فلوریډا کې د جاسوسۍ په تور د دوو نیول شویو کیوبايي وګړو خوشي کول هم راځي.

۶۵ ګروس د کیوبا په زندان کې له دې کبله پنځه کاله تېر کړل چې کیوبا ته د انټرنېټي خدمتونو جلبولو په تخریب تورن شوی و، چې بیا وروسته د ناوړه روغتیايي حالت له کبله خوشی شو.

د تېرې پېړۍ شپیتمې لسیزې له لومړیو راهیسې د امریکا او کیوبا ترمنځ اړیکي په ټپه درېدلي وو، ټيک هغه مهال چې واشنګټن له هاوانا سره اړیکي غوڅ کړل او پر کیوبا یې اقتصادي بندیزونه ولګول.

د انځور حقوق AP
Image caption د هوکړې پربنسټ په کیوبا کې د امریکايي قراردادي الان ګروس خوشي کول هم شامل دي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اوباما پر اقتصادي اصلاحاتو ټینګار کړی، چې په وینا یې په کیوبا کې باید بشري حقونو ته ډېر پام وشي.

امریکايي ولسمشر ویلي، نور له کیوبا سره د سیاست څرنګوالي بدلولو وخت راغلی دی.

اوباما پر اقتصادي اصلاحاتو ټینګار کړی، چې په وینا یې په کیوبا کې باید بشري حقونو ته ډېر پام وشي.

اوباما ویلي: "له کانګرس سره د اقتصادي بندیزونو پر لیرې کولو غور کوو، د اقتصادي اړیکو غوړېدل امریکایانو او کیوبایانو دواړو ته یو ډول ګټه لري."

دی زیاتوي، امریکا په راتلونکو څو میاشتو کې په هاوانا کې د خپل سفارت پرانیستلو هوډ لري.

خبریالان وايي، پر کیوبا اقتصادي بندیز لیرې کېدل د امریکايي کانګرس له موافقې پرته ناشونی کار دی، چې اوباما به ددې کار په ترسره کولو کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.

"ګډ ژوند"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کیوبا وګړو پر تلوېزیون د ولسمشر راول کاسټرو خبرې په غور اورېدې

له تېر یوه کال راهیسې د امریکا او کیوبا ترمنځ د اړیکو د بېرته رغولو پرسر په کاناډا او واتیکان کې خبرې روانې وې، چې په غیر مستقیم ډول پاپ فرانسیس هم برخه پکې لرله.

ولسمشر کاسټرو په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، کیوبا د هغو اختلافاتو پر سر خبرو ته هېواله ده، چې لاهم له امریکا سره د ملي واکمنۍ، دیموکراسۍ او کورني سیاست په اړه ددواړو ترمنځ ژور اختلاف دی.

دی زیاتوي: " که څه هم زموږ اختلافات شته، خو موږ باید د ګډ ژوند دود زده کړو."

د نوموړي د خبرو پرمهال د خوښۍ له کبله د کیوبا د کلیساګانو زنګونه وکړنګېدل، د ښوونځیو درسونه ودرول شول.

په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ ویاند اعلان وکړ چې ددواړو هېوادونو د رسمي اړیکو تر پیلېدا وروسته ژر کیوبا ته د ولسمشر اوباما د سفر تابیا نیول کېږي.

ویاند جوش ارنسټ خبریالانو ته وویل: "کله چې ولسمشر ته د سفر زمینه برابره شي، ډاډمن یم چې رد به یې نه کړي."

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کیوبا حکومت د خپل اقتصادي مخ په ځوړ حالت پړه پر واشنګټن اچوي.

چارواکي وايي، اوباما او کاسټرو د تېرې سې شنبې په ورځ پر تیلېفون نژدې یو ساعت خبرې کړې دي، چې په کیوبا کې د ۱۹۵۹ کال له کودتا راهیسې دا د کیوبا او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ لومړنۍ خبرې دي.

ورته مطالب