استرالیا کې په یوه کور کې د ۸ ماشومانو مړي موندل شوي

د انځور حقوق epa
Image caption کېرنز ښار د استرالیا په شمال کې د کويينزلند په ایالت کې موقعیت لري

د استرالیا یوه کور کې د ۸ ماشومانو مړي موندل شوي.

د استرالیا کېرنز ښار پولیسو تایید کړې، چې د ۸ ماشومانو مړي، چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۱۸ کلونو دي، په یوه کور کې موندل شوي دي.

په دغه کور کې یوه ټپي شوې مېرمن هم وه چې اوس یې درملنه کېږي.

پولیس وايي، دغه مېرمن اوس د پولیسو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

دکېرنز ښار د استرالیا په شمال کې د کويينزلنډ په ایالت کې موقعیت لري.

تر دې دمه پولیسو د دغې پېښې جزییات او له وژل شویو ماشومانو سره د دغې ښځې د اړیکې په اړه څه نه دي ویلي.

اسوشیټډ پریس خبري اژانس د دغې مېرمنې له خپلوانو سره مرکه کړې او هغوی ورته ویلي، چې وژل شوي ماشومان ټول خویندې او وروڼه دي او ټپي شوې مېرمن یې مور ده.

د وژل شویو خپلوانې لیزاټېدي په وینا، د دغې کورنۍ مشر زوی چې ۲۰ کلن دی کور ته دننه کېدو سره یې دغه پېښه لېدلې او پولیسو ته یې خبر ورکړی.

پولیسو دغه پېښه یوه غمیزه بللې او ولس ته یې ډاډ ور کړی چې دا یو ډېر پراخ ګواښ نه دی.

د پېښې په سیمه کې د پولیسو له خوا څېړنې روانې دي او تر دې دمه یې د وژونکو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

څو ورځې مخکې د استرالیا په سډني ښار کې د یرغمل نیونې پېښې را وروسته د دغه هېواد ډېری خلک اندېښمن دي.

د انځور حقوق epa
Image caption د استرالیا پولیس هڅه کوي چې سیمه ییزو خلکو ته ډاډ ورکړي

د استرالیا په سډني ښار کې پر یوې کافۍ د یرغمل او کلابندۍ پېښې ۱۶ ساعته دوام وکړ خو دغه پېښه د کافۍ ودانۍ ته د کومانډو په د ننه کېدو او د یرغمل کوونکي په ګډون د دریو کسانو په وژل کېدو پای ته رسېدلی وه.

دغه کافۍ کې تېره دوشنبه (دسمبر ۱۵ ) يوه وسله وال لسګونه خلک يرغمل نیولي وو. دغه وسله وال ايرانی کډوال پېژندل شوی دی.

ورته مطالب