یوه مور د خپلو ۷ ماشومانو او د یو بل کس د وژنې په تور نیول شوې

د انځور حقوق b
Image caption د ۷ وژل شو کسانو مور یوه ۳۷ کلنه مېرمن ده چې اوس نیول شوې

د استرالیا پولیسو د دغه هېواد په کېرنز ښار کې پرون جمعه (دسمبر ۱۹) په یوه کور کې د ۸ ماشومانو مړي موندلي و او د دغو وژنو په تور یې د وژل شویو ماشومانو مور د اصلي وژنوکې په تو ر نیولې.

د دغو ۸ ماشومانو مړي چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۱۸ کلونو وو، پرون په ځايي وخت له غرمې وروسته د دوی په کور کې موندل شوي وو.

د ۷ وژل شو کسانو مور یوه ۳۷ کلنه مېرمن ده چې اوس نیول شوې.

اتم ماشوم چې په دغه پېښه کې وژل شوی د دغې کورنۍ له خپلوانو څخه و چې د دوی په کور کې یې ژوند کاوه.

د دې پېښې په تور د نیول شوې مېرمنې نوم لا نه دی اعلان شوی او پولیس وايي، چې نیول شوې مېرمن ټپي ده او روغتون ته لېږدول شوې ده.

د انځور حقوق Getty
Image caption د استرالیا په سډني ښار کې تېره دوشنبه (دسمبر ۱۵ ) يوه وسله وال لسګونه خلک يرغمل نیولي وو د یرغمل او کلابندۍ پېښې ۱۶ ساعته دوام وکړ چې دغه پېښه د یرغمل کوونکي په ګډون د دریو کسانو په وژل کېدو پای ته رسېدلی وه

کېرنز ښار د استرالیا په شمال کې د کويينزلنډ په ایالت کې موقعیت لري. د دغې کورنۍ مشر زوی چې ۲۰ کلن دی کور ته دننه کېدو سره یې دغه پېښه لېدلې او پولیسو ته یې خبر ورکړی.

پولیسو دغه پېښه یوه غمیزه بللې او ولس ته یې ډاډ ور کړی چې دا یو ډېر پراخ ګواښ نه دی.

څو ورځې مخکې د استرالیا په سډني ښار کې د یرغمل نیونې پېښې را وروسته د دغه هېواد ډېری خلک اندېښمن کړي.

ورته مطالب