ویکیلیکس: سي آی اې په ټینګه د طالبانو مشران ''نه په نښه کول''

د انځور حقوق Getty
Image caption سي آی اې ویکیلیکس ددغې افشاګرۍ په اړه له کومې څرګندونې ډډه کړې ده

ویکیلیکس وېبپاڼې د سي آی اې یو راپور افشا کړی، چې وايي د وسله والو طالبانو د مشرانو په نښه کولو پر دغې ډلې پاموړ اغېز نه دی کړی.

د سي آی اې دغه راپور په ۲۰۰۹ کال د یولړ هغو تحلیلونو پربنسټ جوړ شوی، چې وايي:''په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو ځینې مهم مشران په نښه شوي دي''، خو د راپور پایله دا شوې ده چې ''د وژل شویو طالب مشرانو د ځای ناستو ټاکلو د ایتلافي ځواکونو عملیات له خنډ سره مخامخ کړي دي، ځکه طالبان بیا پیاوړي شوي.''

سي آی اې ویکیلیکس ددغې افشاګرۍ په اړه له کومې څرګندونې ډډه کړې ده.

په دغه راپور کې د طالب مشرانو په نښه کولو کې منفي او مثبت اړخونه څېړل شوي چې د 'مهمو عناصرو' نوم ورکړل شوی دی، خو ویکیلیکس ورته 'د وژنې ملاتړی پروګرام' نوم غوره کړی.

راپور په افغانستان او عراق کې د ایتلافي ځواکونو د وروستیو عملیاتو په اړه هم تحلیل راخیستی دی.

همداشان، په شمالي آیرلنډ او سري لانکا کې د تامیل پړانګانو پر ضد د بریتانیا عملیات شاربل شوي، او ترڅنګ یې د الجزایر د کورنۍ جګړې پرمهال د فرانسویانو هڅې تحلیل شوې دي.

د 'وژنې ملاتړي پروګرام' د عملیاتو په ګټو کې د 'یاغیانو د فعالیت کمېدل' په نښه شوي، چې وايي، د اورپکو "هوډکمزوری شوی، او ملاتړ کچه یې ډېره ټیټه شوې ده".

د انځور حقوق wikileaks
Image caption په دغه راپور کې د طالب مشرانو په نښه کولو کې منفي او مثبت اړخونه څېړل شوي چې د 'مهمو عناصرو' نوم ورکړل شوی دی، خو ویکیلیکس ورته 'د وژنې ملاتړی پروګرام' نوم غوره کړی.

خو ددغه پروګرام منفي اړخ په دې کې ښودل شوی، چې"په سیمه ییزو خلکو کې د وسلو راخیستو کچه ډېره شوې ده" بنسټ پالنې ته خلکو مخه کړې ده.

راپور وايي، په افغانستان کې د طالبانو د مهمو کسانو په نښه کول ددغې ډلې پر وړاندې د ایتلافي ځواکونو د هڅو څرګندونه کوي، چې په وینا یې "طالبان د خپلو په نښه کېدونکو یا په نښه شویو مشرانو د ځای ناستو ټاکلو لپاره ښه پلان جوړونه لري."

د راپور د لیکلو له مهال راهیسې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پاکستان په شمال لوېديځ کې د طالب مشرانو او القاعدې غړو په نښه کولو په موخه د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر کړي دي.

په یمن کې هم د امریکا بې پیلوټه څارګرو الوتکو ګڼ بریدونه کړي دي.

ورته مطالب