پاکستان په بریدونو تورن دوه کسان اعدام کړل

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستان کې د اعدام سزا له پنځه کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره دوه تنه اعدام شول

د خیبر پښتونخوا په پېښور کی پر یوه پوځي ښوونځي د طالبانو له برید وروسته چې په کې ۱۳۲ ماشومان او ۹ نور کارکوونکي ووژل شو پاکستان د ترهګرۍ په قضیو کې د اعدام سزا د عملي کولو پریکړې سره سم دوه کسان اعدام کړي دي.

د پنجاب ایالت فیصل اباد په یوه زندان کې محمد عقیل چې د ډاکټر عثمان په نوم مشهور وو او ۲۰۰۹م کال په پنډۍ ښار کی د پاکستان د پوځ په مرکز د برید پر وخت نیول شوی و او ارشد محمود چې ۲۰۰۳م کال پر مخکیني پوځي مشر پرویز مشرف باندې په برید تورن وو د جمعې په شپه اعدام شول.

د زندان یوه چارواکي بی بی سي ته د دغو دوو کسانو اعدامیدل تایید کړي چې مړي یې کورنیو ته د سپارلو لپاره خپلو سیمو ته لیږدول شوي دي.

د نړۍ وال فشار ورسته ۲۰۰۸م کال کې ولسمشر اصف زرداري د اعدامونو لړۍ درولې و د پیښور په پوځي ښوونځي د طالبانو برید لومړی وزیر نوازشریف د ترهګرۍ په قضیو کې د اعدام سزا د عملي کولو پریکړه وکړه.

د بشري حقونو د څار ډلې هیومن رایټس واچ د پاکستان پر پریکړې نیوکه کړې او پر ښوونځي برید یې "بد او نامسوله" ځواب بللی دی.

د دوو کسانو د اعدامولو وړاندې د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د شپږو کسانو د اعدامولو فرمان لاس لیک کړ چې لا له وړاندې پر اعدام محکوم شوي وو، خو پر اعدامولو د حکومت له خوا د بندیز له کبله یې سزا عملی شوې نه وه.

د پوځ ویاند تورن جنرال عاصم باجوه دغه کسان " ترهګر" بللي وو او دا چې ورته محکمو سزا اورولی وه.

پاکستان کې اوس د یوه داسې قانون په جوړولو بحث پیل شوی چې هغه عام وګړي هم په پوځي محکمو کې محاکمه شي چې پر پوځي ودانیو او امنیتي ځواکونو بریدونو کې لاس ولري.

د ترهګرۍ پر ضد یوه ملي پلان جوړولو لپاره په پارلمان کې د سیاسي ډلو یوې کمیټې هم کار پیل کړی چې د نواز شریف په مشرۍ پیښور کې د سیاسي ډلو په یوه کنفرانس کې یې پریکړه شوې وه.

اسلام اباد کې د جمعې په ورځ د دغې کمیټې لومړۍ غونډه شوې چې یوه اونۍ کې ور ته د پلان جوړولو لپاره ویل شوي دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اعدام سزا د عملي کولو پریکړه د دغه هیواد لومړي وزیر نواز شریف وروسته له هغه وکړه چې وسله والو د پیښور په یوه ښوونځي خونړی برید وکړ

چارواکي وایي، د اعدام په سزا تورن کسان دې ډیر ژر اعدام شي ځکه چې دوی ته امر شوی دی.

چارواکي وایي، پاکستان کې شاوخوا ۸۰۰ داسې کسان شته چې ور ته د اعدام سزا اورول شوې ده.

دا معلومه نه ده چې د ترهګرۍ د پېښو سربیره په نورو پېښو کې د اعدام په سزا محکومو کسانو سره به څه چلند کېږې ځکه چې حکومت تر دې وخته یوازې د ترهګرۍ په مسلو کې د اعدام سزا د عملي کولو پریکړه کړې وه.

چارواکي وایي، ټول هېواد کې یې د زندانونو امنیت ټینګ کړی ځکه چې په زندانونو د بریدونو ویره هم څرګنده شوې ده.

ورته مطالب