ناسا نړیوالې فضايي اډې ته د رنج جوړښت ایمیل کړ

د انځور حقوق nasa

د امریکا د فضايي څیړنو ادارې ناسا نړیوالې فضايي اډې ته د رنج جوړښت ایمیل کړ او ستور مزلي د تري ډي پرینټر په وسیله هغه جوړ کړ.

دا لومړی ځل دی چې ستور مزلو ته د هغوی د اړتیا وړ شی ایمیل کېږي. له دې وړاندې که ستور مزلو کوم څه ته اړتیا لرله نو باید څو میاشتې یې انتظار کړی وای، هغه هغوی ته باید توکي په هغو پروازونو کې ولېږل شي چې معمولا دوی ته د اړتیا وړ توکي رسوي او دغه الوتنه ډیر وخت ته اړتیا لري.

د تیرې میلادي میاشتې په نیمايي کې په فضايي اډه کې تري ډي پرنټر نصب شو.

ناسا وايي ترې ډي (3D ) پرنټر ستور مزلو ته دا امکان برابروي چې په اوږدمهاله فضايي دندو کې پر خپل ځان ډاډه وي.

ورته مطالب