"د شمالي کوريا پرمشر فلم په نه خپرولو سوني تيروتنه کړې"

د انځور حقوق AFP
Image caption دوی پرېشانه وو، او زه ورسره غمرازي کوم. خو له دې سره سره، زه فکر کوم چې دوی تېروتنه وکړه

ولسمشراوباما د کال د پاى خپل خبري کنفرانس کې وويل، د سوني کمپنۍ پر انځورونو له سايبري بريد وروسته د شمالي کوريا پرمشر کيم جونگ اوون د ملنډو فلم په نه خپرولو سره کمپنۍ تيروتنه کړې ده.

" سوني یو شرکت دی. لوی زیان ور اوښتی. کار کوونکي یې له ګواښ سره مخامخ وو. دوی پرېشانه وو، او زه ورسره غمرازي کوم. خو له دې سره سره، زه فکر کوم چې دوی تېروتنه وکړه"

د امریکا متحد ایالتونه وايي، پر فلمي کمپنۍ سوني پکچر انټرنیټي برید د دغه هېواد ملي امنیت ته یو ګواښ دی.

د دغه برید له کبله سوني شرکت د مرکې، نومي فلم نندارې ته وړاندې کول لغو کړل.

د دغه فلم خیالي کېسه کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اوون وژل کېږي.

ښاغلي اوباما وويل شمالي کوريا تورن کړې چې سايبري بريد يې کړى او ويې ويل چې په دې تړاو به مناسب گام اوچت کړي.

Image caption د دغه فلم خیالي کېسه کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اوون وژل کېږي

"موږ په یوه داسې ټولنه کې ژوند نشو کولای چې د نړۍ په کومه برخه کې دې یو دېکتاتوردلته په امریکا کې چارې سانسور کړي. فکر وکړئ، که یو څوک د یو کومیډي فلم د نندارې مخه نیولی شي نو هغه وخت به څه وکړي چې یو رپوټ د دوی په طبیعت برابر نه وي، او یا که کوم خبر یې خوښ نه وي. داسې هم کېد ی شي چې زموږ فلم جوړوونکي پخپله د ځان سانسورول پیل کړي، له دې وېرې چې څوک ترې خپه نشي. زه وایم د دې داسې خلکو خپه کول پکار دي"

د امريکا د تحقيقاتو فدرالي ادارې په رسمي توگه اعلان وکړ چې شمالي کوريا د سايبري بريد مسووليت لري. خو په ملگرو ملتونو کې د شمالي کوريا استازي دا ادعا رد کړه.

ورته مطالب