امریکا ترهګرۍ لست کې د ش کوریا پر شاملولو غور کوي

د انځور حقوق Getty
Image caption سوني شرکت سینماګانو ته له ګواښونو وروسته د عیسویانو د مذهبي رخصتیو (کریسمیس) پر مهال د فلم خپرولو پلان ځندولی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي د سوني پکچرز فلمونو جوړولو شرکت د هک له پېښې وروسته، امریکا په دې غور کوي چې شمالي کوریا بېرته د ترهګرو د ملاتړو په لست کې شامل کړي.

نوموړي وویل په دې اړه به له یوې کتنې وروسته پرېکړه وشي او پېښه یې د شمالي کوریا له لورې د جګړییز عمل نه بلکې یو انټرنیټي برید وباله.

شمالي کوریا پر انګریزي فلم انټرویو (مرکه)، چې د دغه هېواد ولسمشر کېم جونګ اون وژنه په کې انځور شوې، انټرنیټي برید ردوي.

سوني شرکت سینماګانو ته له ګواښونو وروسته د عیسویانو د مذهبي رخصتیو (کریسمیس) پر مهال د فلم خپرولو پلان ځندولی دی.

اوس دغه شرکت د فلم خپرولو لپاره د "یوې بلې لارې" په فکر کې دی.

ګرانه بیه

د سي این این تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کې ولسمشر اوباما د هک دغه پېښه "ډېره زیاته ګرانه او تاوان اړوونکې انټرنیټي برید" وګڼله.

هغه وویل امریکايي چارواکي به لومړی ټول اسناد وارزوي او بیا به د ترهګرو ملاتړو لست کې د شمالي کوریا د شاملولو په اړه پرېکړه وکړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شمالي کوریا د انټرویو (مرکې) پر فلم سختې نیوکې کړې دي.

ښاغلي اوباما وویل: "زه د ارزونې پایلو ته انتظار کوم" او زیاته یې کړه دی فکر نه کوي چې دغه انټرنیټي برید دې "جګړییز عمل" وي.

شمالي کوریا تر دوو لسیزو د امریکا د ترهګرو په لست کې و خو په ۲۰۰۸ کال هغه مهال له دغه لسته وایستل شو چې پیونګیانګ د خپلو اتومي بنسټونو د بشپړې پلټنې غوښتنه ومنله.

د شنبې پر ورځ امریکا پر چین هم غږ وکړ چې د شمالي کوریا د انټرنیټي بریدونو مخه ونیسي.

تر اوسه بیجنګ، د شمالي کوریا مهم ملګري، په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د امریکا څارګرې ادارې (ایف بي آی) د جمعې پر ورځ وویل چې د تېرې میاشتې انټرنیټي برید شمالي کوریا کړی او د فلم کیسه او د لوبغاړو شخصي برېښنالیکونه یې پټ کړي دي.

امریکا د شنبې پر ورځ د خپلو موندنو ننګه وکړه او د ملي امنیت ویاند یې مارک سټرو وویل:

"موږ ډاډه یې یو چې د دغه ویجاړونکي برید تر شا د شمالي کوریا لاس دی."

نوموړي زیاته کړه:

"که شمالي کوریا غواړي همکاري وکړي، دوی باید خپل جرم ومني او سوني د فلمونو جوړولو شرکت ته د برید تاوان ورکړي".

ورته مطالب