د سوکوهنې امریکایی اتل محمد علي روغتون ته وړل شوی

محمد علي د انځور حقوق Getty
Image caption محمد علي په وروستي ځل په تېر سپتمبر کې پخپل ټاټوبي کنتاکي کې راڅرګند شوی و.

د سوکوهنې نړیوال امریکایی اتل محمد علي کلي ګرده التهابي شوې، چې له کبله یې په روغتون کې بستري شوی دی.

د محمد علي ویاند باب ګونیل ویلي، اوس د ښاغلي غلي روغتیايي وضعیت ښه دی.

د سوکوهنې دغه نړیوال اتل اوس ډېر کمزوری او سپین ږیری شوی دی.

ګونیل وايي، د هغه لپاره د بشپړې روغتیا دعاګانې کوي، خو ډاډه دی، چې په روغتون کې به ډېر وخت پاتې نه شي.

د ۷۲ کلن محمد علي ویاند د هغه په اړه ډېر جزییات ورنه کړل، ځکه چې په وینا یې کورنۍ ته یې ډېر درناوی لري.

د محمد علي ژوند د انځور په ژبه

محمد علي په ۱۹۸۴ کال هم یوځل سخت ناروغه شوی و، چې ټیک درې کاله د سوکوهنې له سیالیو ووت.

محمد علي په وروستي ځل په تېر سپتمبر کې پخپل ټاټوبي کنتاکي کې راڅرګند شوی و.

محمد علي په دې وروستيو کلونو کې افغانستان ته هم لاړ.

ژوندلیک

د زيږيدا نېټه: ١٩٤٢ د جنوري ١٧ مه د کنټکي په ايالت کې

المپيک مډال: ١٩٦٠ کال روم سپک وزن کې د سرو زرو

نړيواله اتلولي: ١٩٦٤ کال کې سوني ليسټن ته په ماتې ورکولو د درانۀ وزن اتل شو

اسلام: په ١٩٦٤ کال کې مسلمان شو

ويتنام: په ١٩٦٧ کال کې يې د ويتنام په جنگ کې له برخې اخيستو انکار وکړ

لومړۍ ماتې: په ١٩٧١ کال کې يې له جو فريزر څخه لومړنۍ ماتې وخوړه

بيااتلولي: په ١٩٧٤ کال کې يې جورج فريمن ته ماتې ورکړه

دريمه اتلولي: په ١٩٧٥ کال کې يې فريزر ته په بيا ماتې ورکولو دريمه اتلولي خپله کړه

وروستۍ لوبه: په ١٩٨١ کال کې يې له تريور بيربيک څخه لوبه وبايلله

ناروغي: په ١٩٨٤ کال کې د پارکينسن په ناروغۍ اخته شو

المپيک څراغ: په ١٩٩٦ کال کې يې د اتلانتا المپيک مشعل روښانه کړ.

د پيړۍ شخصيت: په ١٩٩٩ کال کې د بي بي سي له لورې د لوبو د ډگر د شلمې پيړۍ شخصيت وبلل شو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption محمد علي په دې وروستيو کلونو کې افغانستان ته هم لاړ.

ورته مطالب