ش کوریا د سوني شرکت لانجې پر سر امریکا ته ګواښ کړی

د انځور حقوق AP
Image caption شمالي کوریا په تېر کې هم څو ځله امریکا ته ګواښونه کړي دي.

شمالي کوریا د سوني فلمونو جوړولو پر شرکت د انټرنیټي برید لانجې له کبله پر امریکا د نامالومو بریدونو ګواښ کړی دی.

له غوصې ډکه ویناپاڼه کې شمالي کوریا پر سپینې ماڼۍ، پنټاګون او "پر ټوله امریکا" د ګوزارونو خبرداری ورکړی دی.

شمالي کوریا د امریکا دا ادعا ردوي چې ګواکې د هغه انټرنيټي برید تر شا د دوی لاس دی چې د هېواد مشر کېم جونګ اون وژنه په کې انځور شوې ده.

شمالي کوریا په تېر کې هم څو ځله امریکا ته ګواښونه کړي دي.

وروستۍ څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکا په رسمي ډول پر شمالي کوریا تور ولګاوه چې پر سوني شرکت یې انټرنیټي برید کړی دی.

د کوریا رسمي مرکزي خبري اژانس له خوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:

"د شمالي کوریا خلک او پوځ امریکا سره د انټرنيټي جګړې په ګډون هر راز جګړې ته چمتو دي."

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د شنبې پر ورځ امریکا پر چین هم غږ وکړ چې د شمالي کوریا د انټرنیټي بریدونو مخه ونیسي.

"موږ به پر سپینې ماڼۍ، پینټاګون او پر ټوله امریکا، د ترهګرۍ تشناب، سخت بریدونه وکړو او زموږ غبرګون به د اوباما له ظاهري غبرګونه څو وارې کلک وي".

په ویناپاڼه کې پر ولسمشر اوباما تور لګول شوی چې په "نامسولانه ډول یې اوازې خپرې کړې" چې پر سوني د برید تر شا د شمالي کوریا لاس دی.

دا هم په کې ویل شوي چې "شمالي کوریا د هکرانو له خوا پر سوني د برید ستاینه کوي" که څه هم "په دې خبره نه ده چې دوی چېرته دي."

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي وو د سوني پکچرز فلمونو جوړولو شرکت د هک له پېښې وروسته، امریکا په دې غور کوي چې شمالي کوریا بېرته د ترهګرو د ملاتړو په لست کې شامل کړي.

نوموړي وویل په دې اړه به له یوې کتنې وروسته پرېکړه وشي او پېښه یې د شمالي کوریا له لورې جګړییز عمل نه بلکې یو انټرنیټي برید وباله.

سوني شرکت سینماګانو ته له ګواښونو وروسته د عیسویانو د مذهبي رخصتیو (کریسمیس) پر مهال د فلم خپرولو پلان ځندولی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سوني شرکت سینماګانو ته له ګواښونو وروسته د عیسویانو د مذهبي رخصتیو (کریسمیس) پر مهال د فلم خپرولو پلان ځندولی دی.

اوس دغه شرکت د فلم خپرولو لپاره د "یوې بلې لارې" په فکر کې دی.

د سي این این تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کې ولسمشر اوباما د هک دغه پېښه "ډېره زیاته ګرانه او تاوان اړوونکې انټرنیټي برید" وګڼله.

هغه ویلي وو امریکايي چارواکي به لومړی ټول اسناد وارزوي او بیا به د ترهګرو ملاتړو لست کې د شمالي کوریا د شاملولو په اړه پرېکړه وکړي.

ښاغلي اوباما ویلي وو: "زه د ارزونې پایلو ته انتظار کوم" او زیاته یې کړه دی فکر نه کوي چې دغه انټرنیټي برید دې "جګړییز عمل" وي.

شمالي کوریا تر دوو لسیزو د امریکا د ترهګرو په لست کې و خو په ۲۰۰۸ کال هغه مهال له دغه لسته وایستل شو چې پیونګیانګ د خپلو اتومي بنسټونو د بشپړې پلټنې غوښتنه ومنله.

د شنبې پر ورځ امریکا پر چین هم غږ وکړ چې د شمالي کوریا د انټرنیټي بریدونو مخه ونیسي.

تر اوسه بیجنګ، د شمالي کوریا مهم ملګري، په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ورته مطالب