د نيويارک وسله وال خپلو نندارچيانو ته د وياړ ټټر وهلی و

د انځور حقوق AP
Image caption د نيويارک ښار کې اسماعيل برېنسلي په ډزو دوه پوليس ووژل او دې وروسته يې خپل ځان هم وويشت

د نيويارک پوليس وايي، هغه وسله وال چې دوه پوليس يې په ډزو وژلي له خپل عمل لږ وړاندې عامو وګړو ته ویلي وو "وبه ګورئ چې زه څه کوم."

دغه ۲۸ کلن سړی اسماعيل برېنسلي نومېده او له پخوا يې د زور زياتي او عصبي ناروغيو ستونزې درلودې.

ده پر پوليسو هغه مهال ډزې وکړې چې ګاډي کې سپرېده، او د پوليسو له وژلو وروسته د ځمکې لاندې اورګاډي تم ځای ته ورننوت او بيا يې خپل ځان هم په ډزو وواژه.

ده په ټولنيزو رسنيو کې ويلي وو چې غواړي د هغه تور پوستي بدل واخلي، چې د پوليسو له خوا وژل شوی و.

پوليس وايي د اسماعيل برېنسلي ماشومتوب د زور زياتي له پېښو ډک و او له همدې امله ۲۰ ځله نيول شوی و او همدارنګه مور يې هم ترې وېرېده.

د نيويارک پوليسو مشر رابرټ بوايس ويلي د وژلو له دې پېښې څو اوونۍ وړاندې برېنسلي د پوليسو او حکومت پر ضد د ټولنيزو رسنيو له لارې پيغامونه خپاره کړي وو او خپله غوسه یې ښکاره کړې وه.

پوليس وايي دوي د برېنسلي له کورنۍ سره خبرې کړې اوکورنۍ يې ويلي، مخکې يې هم د ځان وژلو هڅه کړې وه.

همدارنګه له دې پېښې لږ وړاندې ده خپله پخوانۍ ملګرې په ډزو ويشتلې او ټپي کړې وه.

د نيويارک او ځينو نورو ښارونو پوليس د لا زياتو حملو له وېرې د تيارسي په حال کې دي. همدارنګه پوليس وايي دوی ټولنيزې رسنۍ څاري او په همدې تړوا يې يو کس نیولی چې ويلي يې وو "زه نيويارک ته موټر چلوم چې نور پوليس ووژنم".

د وژل شويو پوليسو د کورنيو غړي او عام وګړي پر دې پېښه ډېر خواشیني شوي او د ټولنې مشرانو د ارامۍ غوښتنه يې کړې ده.

د نيويارک ښاروال بېل دي بلاسيو امر کړی چې په ښار کې دې بېرغ نیمه ځوړند وي.

ورته مطالب