انسټاګرام زرګونه "جعلي" ګڼونونه ړنګ کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption ځینو کاروونکو خپل ۹۹ مینه وال له لاسه ورکړي.

د انځورونو د تبادلې اړوند "انسټاګرام" پروګرام چلوونکو هغه میلیونونه ګڼونوه (اکونټونه) له منځه وړي، چې د جعلکارۍ ګومان یې ورباندې کاوه.

د انسټاګرام په دې کار سره ددغه پروګرام د ګڼو ریښتینو کاروونکو غوسه هم راپارېدلې ده.

انسټاګرام له "فیسبوک" شرکت سره په ګډه هوډ کړی، چې د جعلي حسابونو ختمولو ته به اوږه په اوږه کار کوي.

دوی وايي، له دې کار یې موخه دا ده چې د جعلي حسابونو د چلوونکو د ملاتړو شمېر کم او د دوی شهرت ختم کړي.

د انسټاګرام په دې کار سره د رپ موسیقۍ هنرمند آیکن ۵۶ سلنه تعقیبوونکي یا ملاتړي له هغه څه لیرې شوي دي.

خو تر ډېره د انسټاګرام په دې کار سره هنرمند جیسټن بیبر ته ډېر زیان اوښتی، چې هغه خپل درې میلیون پلویان له لاسه ورکړي دي.

پر یوه شپه هغه خپل ۹۹ سلنه ملاتړي او مینه وال له لاسه ورکړي دي.

انسټاګرام خپلو کاروونکو ته خبرداری ورکړی و، چې د روانې میاشتې په پیل کې به د جعلي حسابونو د حذفولو لړۍ پیلوي.

د انسټاګرام بنسټګر کیفن سیسټروم په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "هوکړه دا شوه چې په منظم ډول په انسټاګرام جوړ شوي جعلي اکونټونه حذف کړو، چې په دې کار سره به مینه والو ته لا ډېر خدمت وکړای شو."

دی زیاتوي: "دغه ګڼونونه به د تل لپاره له ړنګ کړو، چې د ملاتړو او مینه والو په لیست کې به هم نه راځي، ددې معنا دا ده چې تاسو به د خپلو ملاتړو په لیست کې د بدلون شاهدان یاست."

د انسټاګرام ګڼو کاروونکو ددغه پروګرام پر چلوونکو او ادارې ددغې حذفونې له کبله سختې نیوکې وکړې، خو د ځینو نیوکې بیا نرمې وې.