د ارجنټاین محکمې بیزو ته "بشري حقونه" ورکړل

"اورانیوټان" orangutan بیزو د انځور حقوق Reuters
Image caption د بیونس آیرس ژوبڼ کې ساندرا بیزو له خلکو د ځان ګوښه ساتلو په موخه خپل سر پټ ساتي.

د بیزوګۍ وکیلانو ویلي، د "ساندرا" په نامه موکله یې باید د بیونس آیرس له ژوبڼ څخه خوشې شي، چې په دې سره به که څه هم هغه انسان نه ده، خو له ورکړل شویو قانوني حقونو به برخمنه شي.

دوی وايي، موکله یې په ناقانونه توګه په بند کې ساتل شوې ده.

که چېرې د محکمې پر دغه حکم بیا غور ونه شي، ساندرا به برازیل کې یوه داسې خوندي ځای ته ولېږدول شي، چې تر ډېره پکې په ازاد ډول تګ راتګ وکړای شي.

اوس د دې قضیې په اړه داسې بحثونه راپورته شوي چې آیا دغه حیوان ته "شی/څیز" وویل شي او که "شخص".

په دسمبر میاشت کې د امریکا نیویارک یوې محکمې د هغه شمپانزي بیزو د خوشي کولو غوښتنه رد کړه، چې د یوه کس په ولکه کې وه. محکمې ویلي وو چې دغه حیوان یو "څیز" دی، د بل چا ملکیت دی چې هېڅ قانوني حق نه لري.

"شخص"

Image caption په ځینو کلتورونو کې دوی ته د "ځنګل انسان" ویل کېږي، ځکه چې په ولاړو روان وي، او له لیرې د انسان ګومان ورباندې کېږي.

د "ارجنټاین د حیواناتو د حقونو مدافع وکیلان" وايي: "ساندرا په فلسفي معنا شخص ګڼل کېږي، نه په بیولوژیکي مفهوم."

دوی وايي، اوس هغه له ازادۍ څخه برخمنه نه ده، لکه څرنګه چې "یو انسان (شخص) ترې برخمن" دی.

دوی په تېر نومبر کې د بیزو په استازیتوب په محکمه کې حاضر شول، چې ویل یې د بیزو بند "ناقانونه دی".

د پاول بومبادر په نامه یوه وکیل لانسایون ورځپاڼې ته ویلي "دا کار به نه یوازې د لوړ شان لرونکو بیزوګانو لپاره ور پرانیزي، بلکې د هغو قادرو کایناتو پروړاندې به هم لاره پرانیستل شي، چې احساس لري، او له ازادیو څخه په اندېښمنوونکي ډول بې برخې شوي دي، او په ظالمانه ډول په ژوبڼ کې ساتل کېږي. "

قاضیانو مخکې له دې چې د ساندرا په حق کې د ازادۍ پرېکړه وکړي، د محکمې پروړاندې د دوی حاضرېدل څو ځلې رد کړي وو، او ددوی دفاع یې ناقانونه کړنه بللې وه.

د انځور حقوق LEOzoo.org
Image caption اورانیوتان بیزوګانې تر نورو لوړې ګڼل کېږي، چې په حیواناتو کې تر ټولو ځیرکې او ذکي ګڼل کېږي، همدا ده چې ګڼ څیزونه کارولی شي.

ساندرا په ۱۹۸۶ کال د جرمني په یوه ژوبڼ کې زیږېدلې چې بیا وروسته د ۱۹۹۴ کال په سپتمبر کې بیونس آیرس ته رسېدلې ده.

هغې په ژوبڼ کې تل هڅه کوله، چې له خلکو ځان ګوښه وساتي.

اورانیوتان بیزوګانې تر نورو لوړې ګڼل کېږي، چې په حیواناتو کې تر ټولو ځیرکې او ذکي ګڼل کېږي، همدا ده چې ګڼ څیزونه کارولی شي.

په ځینو کلتورونو کې دوی ته د "ځنګل انسان" ویل کېږي، ځکه چې په ولاړو روان وي، او له لیرې د انسان ګومان ورباندې کېږي.

ورته مطالب