فرانسه کې موټر چلوونکي ۱۱ لارویان په موټر ووهل

د انځور حقوق AFP
Image caption ویل کېږي دغه تورن کس 'رواني ناروغي لري او یو څه وخت په رواني روغتون کې بستري هم و'.

د فرانسې په 'دیژان' ښار کې یوه موټر چلوونکي د 'الله اکبر' په نارې سره د سړک ترڅنګ پلي ۱۱ روان کسان په موټر وهلي، چې د دوو ټپي شویو روغتیايي وضعیت نازک ښوول شوی دی.

د رپوټونو پربنسټ، موټر چلوونکی د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

ویل کېږي دغه تورن کس 'رواني ناروغي لري او یو څه وخت په رواني روغتون کې بستري هم و'. د تېرې شنبې په ورځ هم د فرانسې پولیسو هغه کس په ډزو وواژه چې د ''الله اکبر'' په نارې ویلو یې پر دوی د چړې ګوزار وکړ.

د فرانسې یوه خبري اژانس لیکلي چې عیني شاهدانو پولیسو ته وویل، موټر چلوونکی چې ۴۰ کلن ښکاري ویلي "له فلسطیني ماشومانو سره د ظالمانه کړنو پخاطر یې دغه کار کړی".

د انځور حقوق AFP
Image caption په اروپا کې په وروستیو کلونو کې له کومې ډلې یا شبکو سره له تړاو لرلو پرته د اسلامپالو انفرادي بریدونه ډېر شوي دي.

د فرانسې لومړي وزیر مانوئل والس د ټويټر د پیغام له لارې له ټپیانو سره خواخوږي ښودلې. د تورز ښار د شنبې ورځې په پېښه کې یوه سړي ۳ پولیس د چړې په برید کې ټپیان کړل چې د پولیسو له خوا د غبرګون په ترڅ کې په ډزو ووژل شو.

د لویدیځې اروپا ډېری مسلمانان په فرانسه کې ژوند کوي، چې شمېر یې له ۵ تر ۶ میلیونو پورې اټکل شوی. په اروپا کې په وروستیو کلونو کې له کومې ډلې یا شبکو سره له تړاو لرلو پرته د اسلامپالو انفرادي بریدونه ډېر شوي دي.

ورته مطالب