د اسلامي دولت تر ولکې لاندې سيمو ته سفر د "وحشي او پياوړي" ځواک کيسه کوي

د انځور حقوق Islamic state
Image caption د اسلامي دولت تر ولکې لاندې سميو ته د يوه جرمن ليکوال سفر

یوه جرمن ليکوال ته چې د اسلامي دولت تر ولکې لاندې سيمو ته د ورتلو اجازه ورکړل شوې، بي بي سي ته په خبرو کې ويلي چې دغه ډله له هغه څه چې دی يې اټکل کاوه لا نوره ځواکمنه، وحشي او سخت دريځی ده، چې له منځ وړل به يې نور هم ګران وي.

يورګين ټوډينهوفر له اسلامي دولت سره د عراق په موصل کې شپږ ورځې تېرې کړې چې د سوريې له رقې يې سفر ورکړی و. ده ویل چې د اسلامي دولت جنګيالي د ددې ډلې وحشت کلک پلويان دي او د اسلامي دولت جنګيالي په نښه کول خورا ګران کار دی.

دغه پخواني سياستوال یورګين لومړنی بهرنی دی چې د اسلامي دولت دننه سيمو ته يې سفر کړی او بېرته ترې وتلی دی. او دې ته په پام سره چې مخکې له نورو بهرنيانو سرونه پرې شوي، د ويرونکي خطر منلو ته غاړه ايېښې وه.

يورګین ټوډينهوفر وايي ده هلته ډېر دلمانځه او ښځو ته د حجاب امرونو پوسټرونه وليدل. د مثال په ډول دوی بايد داسې کالي وانه غوندي چې "کافرانې ښځې او نارينه" يې اغوندي.

دی وايي هلته يې وسله وال ماشومان او همدارنګه له ټولې نړۍ لکه له برتانيا، امريکا او سويډن ورغلي جنګيالي ليدلي وو.

ښاغلي ټوډينهوفر وويل د دوی بې رحمۍ او سخت دريځۍ حيران کړی، او زياته يې کړه چې اسلامي دولت غواړي مذهبي جنګ وکړي او تر خپلې ولکې لاندې خاوره پراخه کړي.

ټوډينهوفر وايي هېڅکله يې هم داسې ولوله او جذبه لکه د اسلامي دولت په جنګياليو کې چې ده، په نورو کې نه ده ليدلې. دوي پر خپل ځان ډېر باوري دي.

د دې کال په سر کې يوازې يو څو کسان د اسلامي دولت له نامه سره اشنا و، خو اوس دوی د برتانيا په اندازه خاوره لاندې کړې ده.

"خورا زيات نهيلی"

ښاغلي ټوډينهوفر او زوی ته يې اجازه ورکړل شوې وه چې د اسلامي دولت دننه فلم جوړ کړي، دی وايي "فکر کوي دوی غواړي وښي چې اسلامي دولت څومره فعال دی".

لکه څنګه يې چې فکر کړی و دی وايي د هغې پر خلاف ژوند عادي حالت کې و، خو د ښار عيسويان او شيعه مسلمانان د اسلامي دولت له ويرې له ښاره وتلي وو.

دغه جهادي ډله اوس خپل د قانون سيستم او سخت دريځی اسلامي پوليس ځواک لري چې اسلامي قوانين پلي کوي.

د انځور حقوق BBC World Service

دی وایي د پوليسو يوه مشر ورته وويل اوس د دې ته اړتيا نشته چې خلکو ته دې حکومت سزا ورکړي.

دی وايي ما دوی ته د قران کريم د زياتو برخو يادونه وکړه چې د الله (ج) له نامه سره چې "رحيم" دی پيل کېږي او ما ترې وپوښتل "دلته رحم چېرته دی. خو ما هېڅکله هم اصلي ځواب ونه موند".

ټوډينهوفر وايي ښار د څو زورو جنګياليو له خوا اداره کېږي، دوي په ښار کې تيت دی، هېڅکله هم د ډلې يا کاروان په شکل سفر نه کوي او خپل ځانونه يې د هوايي حملو له نښې کولو ساتلي دي.

د ليکونکي په اند اسلامي دولت په عراق او له هغې وروسته سوريه کې پياوړی دی.

ټوډينهوفر چې بېرته خوندي ميونيخ ته ستون شوی موږ ته وويل "اسلامي دولت تر ټولو خطرناکه او بې رحمه دښمن دی".

دی وايي "زه څوک نه وينم چې دا ډله و دروي خو يواځې عرب کولای شي. زه بېرته ډېر نهيلی راغلی يم".

د جرمني له جهاديانو سره له څو مياشتو خبرو وروسته ښاغلی ټوډينهوفر ته د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې سيمو ته د ورننوتو اجازه ورکړل شوه.

ده وويل اندېښمن و چې کېدای شي دوی خپل سوچ بدل کړي. په پای کې مالومه نه وه چې دوی خپل سوچ بدل کړ چې دی او زوی يې برمته ونيسي که څنګه، ځکه چې دی د ترکيې پولو ته ور وتښتېده.

ده وويل ما له خپلو بکسونو او هر څه مو چې لرل ۱۰۰۰ متره منډه واخيسته.

"کله چې راورسېدو ډېر ښه د خوشالۍ احساس مو وکړ، ما وګڼله چې پر اوږو مې ټنونه دروند بار دی او په دې حال کې مې خپلې کورنۍ ته ټليفون وکړ. څه مې چې وکړل، اسان نه وو."

ورته مطالب