د ترکيې ایردووان "موازي دولت " سره جنګېږي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جمهوررییس ایردووان وايي دده نژدې کسانوپرخلاف دفساد تورونه دروغ دي

تیلېفوني خبرې

"زویه ته په کورکې يې ؟ " "هو "

"هغوی عملیات کړي دي. همدا اوس کورونه لټول کېږي... ټول شیان له کوره وباسه. "

"پیسې دې په سیف کې دي. "

" زه همدا خبره کوم. "

دا هغه ثبت شوې خبرې وې چې د معاصرې ترکيې تګلوری يې بدل کړ.

کوم کسان چې دا تیلېفونې خبرې يې تېر کال خپرې کړې وايي چې دا خبرې د هغه وخت د لومړي وزیر وې چې اوس جمهور رییس دی، رجب طیب ایردووان خپل زوی ته وايي چې نغدې پیسې پټې کړي، ځکه چې پولیسو د نورو وزیرانو د کورونو په لټولو پیل کړی و.

دا د ترکيې په وروستي تاریخ کې د فساد تر ټولو ستره رسوايي وه، چې ښاغلی ایردووان او د هغه نژدې کسان د ډېرو زیاتو پیسو په خوړلو باندې تورن شول. یوتور دا و چې د یو دولتي بانک مشر ۴.۵ میلیونه یورو د بوټونوپه بکسونو کې پټ کړي و.

یو ایرانی سوداګرهم تورن و چې د ترکي چارواکو په مرسته يې د ایران ضد نړیوالو بندیزونو څخه د سرغړونو له لارې ۸۷ ملیارده یورو غیر قانوني پیسې سپینې کړې وې.

تور ځواکونه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چنګیز چاندار، سیاسي تبصره کونکی: ''ترکیه تر اوسه یوه ټینګه، کاري ديموکراسي نه لري''

ددې تورونوپه ځواب کې ښاغلي ایردووان وویل، ثبت شوې تیلېفوني خبرې دروغ او ساختګي وې.

هغه وویل دا د تورو ځواکونو کار دی، یو "موازي دولت" غواړي چې یو انتخابي حکومت نسکوره کړي.

هغه وویل ددې هڅو ترشا د فتح الله ګیولن لاس دی، چې یو وخت دده ملاتړی و او اوس يې سخت مخالف دی. هغه یو دیني مشر دی چې اوس د امریکا په پنسلوانیا کې اوسیږي.

د تېرو ۱۲ میاشتو په ترڅ کې د فتح الله ګیولن پلویان د هېواد په سترو دښمنانو بدل شول.

حکومت اعلان وکړ چې ملي امنیت ته خطر پیښ شوی، اود ’’ موازي دولت ’’ پرضد ېې جګړه پیل کړه. په زرګونو د پولیسو افسران، څارنوالان او قاضیان چې د ښاغلي ګیولن په ملګرتیا تورن و، له کاره ګوښه کړل شول.

یاسین ټاپچو د مالي جنایتونو پرضد د مبارزې د څانګې مرستیال مشر او په دې پلټنو کې یو ستر کس و. تیر کال ددسمبر په اتلسمه هغه له خپله کاره لیرې کړی شو.

هغه وايي "په کودتا کې خلک خپل کارونه له پارلمانه پټوي، خو موږ خپل ټول شواهد او ریپوټونه د پلټنولپاره پارلمان ته وسپارل. "

دی وايي، "ترکیه د کودتا ګانو بدې خاطرې لري، حکومت له دې نه ګټه واخیسته ځکه نه غواړي خلک پوه شي چې په ریښتیا څه تیریږي. "

ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا حقایق به هېڅکله هم وموندل شي؟ هغه وویل،" په لنډې مودې کې ښايي په دې دروغو او لاسوهنو خلک تېرایستل شي، خو څه موده وروسته به خلک حقیقت وویني او غبرګون به وښيي. "

پر رسنیو بندیزونه لګول

په دویم پړاو کې حکومت پرهغورسنیو چې خطرناکه يې بللې بندیزونه ولګول.

یوټیوب اوټویټر بند شول، خو دا فرمان، وروسته د اساسی قانون د محکمې له خوا لغو شو.

ښاغلي ایردووان د روانو پېښو په اړه خپل نظریات په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې چې زیاتره پکې حکومت پلوي خبریالان و، بیان کړل. او څو ورځې وروسته، پر ګیولن پلوه رسنیو باندې برید پیل شو، د حکومت مخالفې، "زمان" ورځپاڼې او "سامانیولو" تلویزیون د شلونه ډېرخبریالان او نور کارکونکي ونیول شول.

دغه کار د اروپايي اتحاديې غوسه راوپاروله اوهغه يې د "اروپايي معیارونو او ارزښتونو خلاف" وباله.

ښاغلي ایردووان په ځواب کې پر برسلز نیوکه وکړه او ورته وې ویل چې خپل کار دې کوي او د نورو په کارونو کې دې مداخله نه کوي.

سیاسي تبصره کونکی، چنګیز چاندار وايي "دا تورونه دومره جدي و چې حکومت د هغو سره د مقابلې لپاره د دیکتاتورۍ لاره غوره کړه". هغه وايي "که حکومت ددې تورونوپه وړاندې یوه دیموکراتیکه رویه کړې وای ژوندی نشو پاتې کېدای او دا ښيي چې ترکیه تر اوسه یوه ټينګه کاري دیموکرداسۍ نه لري".

د بې پولې خبریالانو د موسسې د راپور له مخې مطبوعاتو د آزادۍ له پلوه ترکیه اوس د نړۍ د ۱۸۰ هېوادو په کتار کې ۱۵۴ ځای لري.

داسې اندېښنې شته چې وايي د بیان ازادي تر برید لاندې ده ځکه چې د ترکيې حکومت یوازې پر خپلو پلویانو باندې تکیه کوي.

د ترکيې حکومت، د بشري حقونو د ډلو، نړیوالو رسنیو او لویدیځو حکومتونو له خوا انتقادونه بې بنسټه ګڼي او وايي چې دا د ترکيې د کمزوري کولو لپاره د لویدیځ توطیه ده ځکه چې ترکیه د هغوې پر لاره نه ځي.

د رسنیو نرمې رويې حکومت ته دا اجازه ورکړې چې مخالف غږونه چوپ او د فساد په اړه پلټنو په هکله ریپوټونه بند کړي.

د ځینو ډاګیزه خبرې

یوازې یوڅو ورځپاڼو ویلي چې د حکومت امر به ونه ومني.

د "جیهان" خبري آژانس د منتقدو رسنیو له جملې څخه دی، خو وېریږي چې د نیونو د راتلونکې څپې هدف به شي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مخالفین پر ایردووان تور لګوي چې د بیان آزادي يې محدوده کړې

ددغه خبري آژانس مشر، عبدالحمید بیلیچې وویل په تېرو څومیاشتو کې حکومت اجازه نه ده ورکړې چې د دوی خبریالان د جمهوري ریاست یا لومړي وزیر ددفتر د چارو په اړه ریپوټونه خپاره کړي، او پراعلان ورکونکو شرکتونو باندې هم فشار اچول شوی چې له دغه خبري آژانس سره د خپلواعلانونو د خپرولو قراردادونه لغو کړي.

هغه وايي په یوې نورمالې دیموکراسۍ کې، باید د بیان آزادي تشویق شي- باید هغه د مرګ او ژوند مساله نه وي.

د حکومت مخالفین وايي د "موازي دولت" ټاپه صرف د مخالفو نظریاتو درلودونکو خلکو د غلي کولو لپاره یوه ادعا ده.

دوی وايي دا ادعاګانې بې بنسټه دي. موږ خپل کار کوو، هر څوک چې یوغلط کار کوي باید ریپوټ يې ورکړو.

خو د تېرو ۱۲ میاشتو د ناکراریو سره سره، رجب طیب ایردووان د تیر دسمبر د ۱۷راهیسې دوه انتخابات ګټلي چې یو يې سیمه يیز او بل يې د جمهوري ریاست و.

ویل کیږي چې هغه د ترکي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي، آتاتورک، راهیسې، تر ټولو ځواکمن مشر دی. دی خپل ټول کارونه د هېواد د محافظه کاره اړخ په خوښه کوي چې دده پلویان دي.

د هغه بریالیتوب پر دوو مهمو مسللو ولاړ دی: دده تر مشرتوب لاندې د اقتصاد ستره وده – ترکیه د ۲۰۰۱ کال له اقتصادي بحران نه راوتلې او د نړۍ په ۱۷م ستر اقتصاد باندې بدله شوې- او دویم دده سختې اسلام پلوه ویناګانې چې وايي نجونې دې په ښونځیو او پوهنتونونو کې پړوني په سرکوي چې پخوا ورباندې بندیز و.

وفاداره پلویان

ښاغلي ایردووان داسې وفاداره پلویان روزلي دي چې د تېر دسمبر د پېښو په اړه دده پر خبرو هېڅ شک نه کوي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption فتح الله ګیولن د جمهور رییس یو سخت مخالف دی

سوداګر، ابراهیم یلدیریم وايي چې ترکیه په نړۍ کې ترټولو آزادې رسنۍ لري او باور لري چې د حکومت پرضد د تېر کال تورونه ټول دروغ او ساختګي و.‍‍‍

د جمهور رییس یوه طرفداره، زینیب الهام وايي هېواد کې تل فساد و، خو د ایردووان په واکمنېدو سره کم شوی دی. هغه وايي د پولیسو په منځ کې یوه ډله ده چې له بله ځایه امرونه ترلاسه کوي او دا زما نه خوښېږي.

هغه وايي "ایردووان زما اتل دی. اقتصاد ته وګورئ: باثباته وده کوي، که دده ګوند په واک کې پاتې شي موږ به یو ستر او شتمن هېواد ولرو. "

زده کونکې، زینیب الهام وايي "جمهور رییس یو شخص دی- د نورو په شان اشتباه کوي خو تر ډېر فشار لاندې دی. "

هغه وايي "دی او دده ګوند د اسلام په اړه یو ټاکلی حساسیت لري او له همدې امله د ترکيې زیاتره مسلمانان ورته رایې ورکوي. "

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption زینیپ الهام د جمهور رییس ایردووان ملاتړ کوي

خو د تېر دسمبر د ۱۷مې نېټې پېښې به تلپاتې اغېز ولري. دغو پېښو، ظاهراً یوازینی پیاوړی مشر، حیران کړ، او دلته يې یو نوی "کورنی دښمن" جوړکړ.

د تیر دسمبر پېښو، په بهرنۍ نړۍ کې د ترکېې د مشرتابه انځور له بنسټه بدل کړ، او په ترکیې کې یې چې له مخکې نه له ژور انقطاب سره مخامخ وه، اختلافونه لا ژور کړل.

رجب طیب ایردووان ددې هیواد ترټولو ستربریالی سیاستوال دی، خو د ترکي ټولنې په زړه کې يې یو بېساری درز هم جوړ کړی دی، چې همدا به دده د منتقدینو له نظره، دده میراث وي.

ورته مطالب