شمالي کوریا کې انټرنېټ ته لاسرسی بیا پیدا شو

د انځور حقوق EPA
Image caption په شمالي کوریا کې انټرنېټ ته لاسرسی ډېر محدود دی.

له شمالي کوریا نه رپوټونه وايي، چې په هېواد کې انټرنېټي خدمتونه په ټپه له درېدلي حالته وتلي او انټرنېټ ته یوڅه لاسرسی پیدا شوی دی. یوه امریکايي کارپوه هم ویلي، چې په شمالي کوریا کې تر څو ساعتونو انټرنېټي پرې کېدو وروسته اوس تر یوه حده انټرنېټ فعال شوی دی.

وړاندې له شمالي کوریا نه داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې په دې هېواد کې انټرنېټ ته لاسرسی په بشپړه توګه قطع شوی دی.

انټرنېټ ته لاسرسی څو ورځې وروسته تر هغه غوڅ شوی، چې امریکا پر پیونګ یانګ تور پورې کړ، چې پر امریکايي سوني پیکچرز شرکت یې انټرنېټي بریدونه کړي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددغه برید پروړاندې د "مناسب" غبرګون ښودلو ژمنه کړې وه، خو امریکايي چارواکو په شمالي کوریا کې د انټرنېټي خدمتونو د قطع کېدو په چاره کې د امریکا د احتمالي دخالت په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

شنونکي وايي، د ټکنالوژۍ په برخه کې ستونزې یا انټرنېټي برید په شمالي کوریا کې د انټرنېټ د قطعه کېدو لامل ګرځېدای شي.

په ډاین Dyn څېړنیز شرکت کې یوه شنونکي داګ مادوري ویلي "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له نړۍ سره د شمالي کوریا اړیکه په تدریجي ډول اوس په بشپړه توګه قطع شوې ده."

خو د آربور شبکې Arbor Networks په نامه د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکي یوه شرکت ویلي، د تېرې شنبې په ورځ یې د شمالي کوریا پرضد د انټرنېټي خدمتونو د قطع کېدو ته پام شو.

وړاندې، شمالي کوریا د سوني فلمونو جوړولو پر شرکت د انټرنیټي برید لانجې له کبله پر امریکا د نامالومو بریدونو ګواښ کړی دی.

له غوصې ډکه ویناپاڼه کې شمالي کوریا پر سپینې ماڼۍ، پنټاګون او "پر ټوله امریکا" د ګوزارونو خبرداری ورکړی دی.

شمالي کوریا د امریکا دا ادعا ردوي چې ګواکې د هغه انټرنيټي برید تر شا د دوی لاس دی چې د هېواد مشر کېم جونګ اون وژنه په کې انځور شوې ده.

شمالي کوریا په تېر کې هم څو ځله امریکا ته ګواښونه کړي دي.

د برید ستاینه

د امریکا دولت ویلي، د فدرالي پولیسو ادارې (ایف بي آی) څېړنو ښودلې ده، چې شمالي کوریا د سوني د هک کېدو مسؤوله ده، د هک په دې چاره ځینې فیلمونه او د ځینو خصوصي شرکتونو د مشرانو برېښنالیکونه هم هک شوي دي.

شمالي کوریا د هک په دې چاره کې خپل دخالت رد کړ، خو پر سوني پیکچرز یې برید وستایه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماري هرف د تېرې دوشنبې په ورځ وویل، چې امریکا به په ښکاره د غبرګون په اړه خپل جزییات ورکړي.

ملګروملتونو په تېره فبرورۍ میاشت کې یو راپور خپور کړی و، چې د څېړنو پربنسټ "د شمالي کوریا خلک له خوړو څخه په قصدي توګه د بې برخې کېدو، اجباري کار، اعدام، ربړونې او سیاسي ځپنې" په شان له ګڼو ناوړه کړنو سره مخامخ دي.

شمالي کوریا ددغه راپور له چمتو کولو سره له مرستې کولو ډډه کړې وه، او ددغه راپور موندنې یې رد کړې وې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا لومړی ځل دی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د بشري حقونو پر سابقې بحث کوي.

دغه هېواد د ملي امنیت شورا په ناسته کې حضور نه لري.

د تېرې دوشنبې په ورځ د شمالي کوریا استازي کیم سونګ د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "موږ د ملي امنیت شورا ناسته په رسمیت نه پېژنو. ددغې ناستې موخه د بشر حقونو په اړه نه ده."

دا لومړی ځل دی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د بشري حقونو پر سابقې بحث کوي.

ورته مطالب