اوباما د سوني "مرکې" فلم د خپرولو پرېکړه ستایلې

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي اوباما د سوني شرکت د فلم نه خپرولو مخکینۍ پرېکړه یوه "غلطي" بللې وه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سوني فلمونو جوړولو شرکت له خوا د کریسمیس پر ورځ په یو محدود شمېر سینماګانو کې د شمالي کوریا د ولسمشر په اړه د کومیډي فلم "مرکه" د خپرولو د پرېکړې هرکلی کړی دی.

تر دې مخکې نوموړي له یوه انټرنټي برید او سینماګانو ته له ګواښونو وروسته د سوني شرکت پر دې پرېکړه نیوکه کړې وه چې ویلي یې وو فلم به نه خپروي.

امریکا تور لګولی چې د انټرنټي برید تر شا د شمالي کوریا لاس دی.

تمه ده فلم به د پنجشنبې پر ورځ په ۲۰۰ تر ډېره خپلواکو او هنري سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شي. په ورته وخت کې هکرانو د تازه بریدونو ګواښ کړی دی.

ښاغلي اوباما د سوني شرکت د فلم نه خپرولو مخکینۍ پرېکړه یوه "غلطي" بللې وه.

د نوموړي ویاند، ایریک سکلټز په یوې اعلامیه کې وویل ولسمشر د نوې پرېکړې ستاینه کوي.

نوموړي زیاته کړه: "لکه څنګه چې ولسمشر څرګنده کړه، امریکا د بیان پر ازادۍ او د هنري څرګندونو په حق باور لري".

"د سوني شرکت او ښکېلو سینماګانو پرېکړه خلکو ته فرصت ورکوي چې د فلم په اړه خپله فیصله وکړي او موږ د دې پایلې هرکلی کوو".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شمالي کوریا دغه فلم "جګړییز عمل" بللی دی.

شمالي کوریا دا تور ردوي چې ګواګې پر سوني شرکت انټرنټي برید دوی کړی دی. خو د برید ستاینه یې کړې او لا له وړاندې یې د "مرکه" فلم غندلی چې په کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د وژنې دسیسه انځور شوې ده.

د پلان له مخې باید (مرکه) فلم د کریسمیس پر ورځ نږدې ۳۰۰۰ سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی وای.

د سوني شرکت اجرایوي مشر مایکل لینټن وویل شرکت یې د فلم خپرېدو په تړاو "کله هم ماته نه وه منلې" او هڅې یې روانې وې چې فلم په لا پراخه ډول نندارې ته وړاندې کړي.

تر دې وړاندې، شمالي کوریا پر سوني شرکت د انټرنیټي برید لانجې له کبله پر امریکا د نامالومو بریدونو ګواښ کړی و.

له غوصې ډکه ویناپاڼه کې شمالي کوریا پر سپینې ماڼۍ، پنټاګون او "پر ټوله امریکا" د ګوزارونو خبرداری ورکړی و.

شمالي کوریا په تېر کې هم څو ځله امریکا ته ګواښونه کړي دي.

د کوریا رسمي مرکزي خبري اژانس له خوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:

"د شمالي کوریا خلک او پوځ امریکا سره د انټرنيټي جګړې په ګډون هر راز جګړې ته چمتو دي."

ورته مطالب