"تمبکتو"، اوسکار جایزې ته لومړی نوماند شوی عربي فلم

د انځور حقوق
Image caption د فلم یوې تولیدوونکې سیلفي بیالا خبریالانو ته ویلي "موږ ډېر ویاړو؛ ځکه چې دا لومړی ځل دی چې د موریتانیا یو فلم اوسکار ته رسېږي".

د موریتانیا " تمبکتو" په نامه فلم په عربي نړۍ کې ډېرو مینه والو کتلی دی، چې په ځینو نړیوالو فلمي نندارو کې هم تماشا ته وړاندې شوی. د تولیدوونکي عبدالرحمن سیساکو دغه فلم د اوسکار د بهرنیو فلمونو د ۸۷ فسټیوال جایزې ته هم وړاندې شوی دی.

د "تمبکتو" په نامه فلم، چې وړاندې د "کان"، "ابوظبۍ"، "قاهرې" او "قرطاج" مهمو نړیوالو نندارو کې نندارې ته وړاندې شوی.

د اوسکار د فلمونو جایزې اکاډیمۍ له ۸۳ فلمونو څخه ۹ یې دغې جایزې ته نومولي، چې د هالیووډ فلمونو له چوکاټ بهر جایزې ورکول کېږي.

‎"تمبکتو" یوازېنی عربي فلم دی، چې د اوسکار جایزې ته نومول شوی.

تر دې مخکې څلور نوم عربي فلمونه (په مصر کې د تولیدوونکي محمد خان "د کارځای نجلۍ"، د لبناني تولیدوونکي جورج خباز "غدي"، د فلسطینۍ تولیدوونکې نجوی نجار "عیون الحرامیة" او د عرقي تولیدوونکي بیتن غوبادي "مردان") فلمونه د نوماندۍ له لیسته لیرې شوي وو.

په دې سره موریتانیا په لومړي ځل په "اوسکار" کې ګډون کوي، چې د "تمبکتو" فلم په برکت به دا ویاړ ګردې عربي نړۍ ته وروبښي.

د فلم یوې تولیدوونکې سیلفي بیالا خبریالانو ته ویلي "موږ ډېر ویاړو؛ ځکه چې دا لومړی ځل دی د موریتانیا یو فلم اوسکار ته رسېږي".

په "تمبکتو" فلم کې د مالي د لرغوني تاریخي "تمبکتو" ښار په اړه هغه کیسه انځور شوې، چې سخت دریځې اسلامپالي دغه ښار ته ننوځي او هلته ډېر سخت قوانین وضع کوي، په فلم کې د ځینو هغو واقعي پېښو صحنې هم شته، چې سخت دریځې پکې د مالي دغه لرغوني ښار ته ننوتلي دي.

د اوسکار جایزې ته ددې سربېره نهه نور بهرني فلمونه هم وړاندې شوي.

د وروستیو پنځو کاندیدو شویو فلمونو اعلان به د راتلونکي ۲۰۱۵ کال د جنورۍ میاشتې پر ۱۵ وشي.

"د بغداد میسي" فلم د اوسکار تر جایزې پورې

بل خوا، د اوسکار جایزې ته د " بغداد میسي" په نامه یو فلم وړاندې شوی و، چې دغه لنډ فلم عراقي کردي تولیدوونکي سهیم عمر خلیفه جوړ کړی. دی وايي فلم یې تر اوسه پر یوټیوب وېبپاڼې تر ۸۰۰ زرو ډېرو کسانو کتلی دی.

په فلم کې یو عراقی ۸ کلنه ماشوم حمودي، چې د عراق په جګړو کې یې یوه پښه غوڅه شوې ده، د کلي د نورو ماشومانو په څېر لوبه کوي، خو له فوټبال سره لېونۍ مینه لري، ځکه چې د ارجنټاین د فوټبال لوبغاړی لیونل میسي یې ډېر خوښېږي.

د انځور حقوق
Image caption په فلم کې لوبغاړي عراقي ماشوم علي الزیداوي ته، چې د لیونل میسي په څېر کمیس لري، د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

نوموړی د فلم په زیاترو صحنو کې د فوټبال کمیس اغوستی، خو د اروپا د فوټبال اتلولیو په وروستۍ شپه د بارسلونا او مانچسټر یونایټډ ترمنځ د سیالۍ پرمهال د حمودي په کور کې تلوېزیون خرابیږي، همدا ده چې پلار ته زارۍ کوي چې بغداد ته د سیالیو له پیلېدا مخکې د تلویزیون جوړولو لپاره ورسره ولاړ شي.

دغه فلم په تېر اوړي کې د بغداد شاوخوا کې ثبت شوی، چې په عراق، عربي نړۍ او اروپا کې ډېرو کسانو د بشري منځپانګې او "نوم" له کبله کتلی دی.

دغه فلم وړاندې د بلجیم لووین ښار د نړیوال سینمايي فسټیوال پرمهال وړاندې شوی، او د تېر کال په دسمبر کې د دوبۍ نړیوال سینمايي فسټیوال کې هم نندارې ته وړاندې شوی.

په فلم کې لوبغاړي عراقي ماشوم علي الزیداوي ته، چې د لیونل میسي په څېر کمیس لري، د لوبېدو زمینه برابره شوې ده.

د متحرکو انځورونو او هنرونو اکاډیمۍ ویلي، چې د اوسکار جایزې لپاره په لنډو فلمونو کې د "بغداد میسي" فلم د ۱۴۱ فلمونو له ټولګې غوره شوی دی.

ورته مطالب