عراق کې ځانمرګي برید د ۲۰ تنو ژوند اخیستی

د انځور حقوق Reuters
Image caption ځینې عراقي قبایل د ''اسلامي'' پرضد د جګړې لپاره په پوځي روزنو کې ګډون لري.

د عراق پلازمېنې بغداد سوېل کې ځانمرګي برید د حکومت پلوې "ویښتابه" ډلې پر جنګیالیو ځانمرګی برید کړی، چې لږترلږه ۲۰ کسان پکې وژل شوي دي.

دغه ډله په عراق کې د "اسلامي دولت" سخت دریځې ډلې سرسخته مخالفان دي.

برید کوونکي المدائن ښار د پوځي اډې د ننه د "ویښتابه" ملېشو منځ ته ځان رسولی، چې د تنخاوو د اخیستو پرمهال یې د هغوی په یوه جوړ شوي کتار کې ځان چوولی دی.

باور کېږي، چې په وژل شویو کې د ویښتابه ډلې ۱۵ کسان، او نور عراقي پوځیان دي.

دوو افسرانو ویلي، په دغه برید کې لږترلږه ۵۵ نور کسان ټپیان شوي.

المدائن ښار د بغداد په سوېل کې نژدې ۲۰ کیلومتره لیرې پروت دی.

"ویښتابه" ډله له هغو سُني ملېشو جوړه شوې ده، چې د القاعدې پروړاندې د امریکا متحدو ایالتونو له ځواکونو سره یوځای یې فعالیت درلود.

دغه ډله په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې عراق کې فعالیت پیل کړ، خو سني سخت دریځي یې "خاینان" بولي.

طبي سرچینو هم ددغه برید شمېرې تایید کړې دي، خو تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا نه دی منلی.

څارونکي وايي، ښکاري چې دا برید به "اسلامي دولت" ډلې کړی وي.

د انځور حقوق EPA
Image caption په وروستیو کې عراقي ځواکونو او پیشمرګه کردي ځواکونو د ''اسلامي'' دولت پروړاندې ځینې پرمختګونه کړي

دغه ډله له تېر اوړي راهیسې مرګوني بریدونه او جګړې کوي، چې تر اسوه یې د عراق ډېرې سیمې نیولې دي.

"اسلامي دولت" د ګڼو عراقي ښارونو په ګډون د دغه هېواد مهم موصل ښار هم په لاس کې لري.

په ۲۰۱۱ کال له عراقه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد د خونړیو بریدونو شاهد دی.

ورته مطالب