پر چت راکوزې کښتۍ ۵۹ کسان ژغورلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لس کاله وړاندې کله چې څونامي توپام د باندا اچې سیمه لاندې کړه د باسیاریه کورنۍ د یوه بام پر سر ایساره شوه. اوبه د دوی تر ستونې ورسیدې او همداسې په ډیریدو وې.

خو کله چې د لرګیو یوه وړه کښتۍ ددغه بام سر ته ورسیدله دوی ځانونه ور ورسول او وژغورل شول.

دغې کښتۍ د توپان په ورځ ۵۹ تنه له مرګ وژغورل . دا کښتۍ اوس ډیره مشهوره شوې او هر کال یو زیات شمیر سیلانیان د هغې لیدلو ته ورځي.

یوه یې سیمه ییزه سوداګره فوزیه بصیره وه، چې وايي "که چېرې دغه کښتۍ نه وای، نو موږ ټول به ډوب شوي وو، ځکه چې له موږ څخه هېڅ یوه هم لامبو نه شوای وهلی."

د انځور حقوق BBC World Service

د قیامت ورځ

بصیره لاهم د هغې وحشتناکې ورځې په یادولو سره اوښکې تویوي او وايي "له زلزلې ډېر وخت لا نه وو تېر شوی، چې خلکو چیغې کړې او د سمندر اوبه راروانې وې، موږ اوتر وو چې څه وکړو، خو اوبو یوې خوا ته سر وکړ."

"هېڅوک نه پوهېډل چې څه به کېږي، ځکه چې دوی د څونامي په څېر مخکې له دا ډول پېښې سره نه وو مخامخ شوي. ما فکر کاوه چې ګني د قیامت ورځ ده".

د هغې مېړه د سودا لپاره پر موټر سایکل تللی و، هغې خپل پنځه ماشومان په منډو منډو ورسره بوتلل. خو ماشومانو یې په ډېرېدونکو اوبو کې منډې نه شوای وهلی، همدا وه چې د لوړ ځای په لټه کې وو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

زلزله په کلي او کوڅو کې ګڼ کورونه ویجاړ کړي وو، خو په پای یو کور وموند چې لاهم ولاړ و، شپږو کسانو هلته پناه یووړه او دویم پوړ ته وختل. خو دوی ژر وپوهېدل چې دا ځای هم سیلاب ته ډېر لوړ نه دی، بلکې پرې ورختلی شي.

بصیره وايي: "یوه دقیقه به لا نه وه تېره شوې، چې اوبه تر موږ پورې راوختلې. لومړۍ څپه یې ډېره تیاره ښکارېده، نه پوهېدو چې دا اوبه دي او که تېل. "

"بیا وروسته د اوبو بله څپه راغله، چې وروسته یې زموږ کورنۍ هم تیک پرک کړه، خو زیاترو پر چت پورې ځانونه ونښلول، اوبه زموږ تر ورمیږونو پورې ورسېدې، ما ویل ارومرو به غرقېږو. "

د انځور حقوق BBC World Service

"بیا وروسته مو کړکۍ ته پام شو، یوه ناشنا منظره مو ولیده، د کب نیونې یوه لویه کښتۍ پر موږ راروانه وه، خلکو چیغې وهلې، خو کښتۍ د کور پر څنډه ودرېده".

د انځور حقوق BBC World Service

د هغې ۱۴ کلن زوی هڅه وکړه چې په چت کې یو کوچنی سوری جوړ کړي او بام ته ځان ورسوي. هغه خپله کورنۍ له همدې سوري بام ته ورسوله، یو یو کس یې پورته خېژاوه، له بام څخه بیا کښتۍ ته ورښکته شول، له دوی سره نور کلیوال هم یوځای شول:

بصیره وايي: "کله چې زه په کښتۍ کې کښېناستم، لاسونه مې په دعا پورته ونیول. د خدای شکر مو ویوست چې دا کښتۍ یې زموږ د ژغورلو لپاره راواستوله".

په کښتۍ

کې ناستو کسانو د کلي ویجاړو شویو کورونو ته په سپینو سترګو کتل، چې لاهم ځینې کسان په کورونو کې وو:

بصیره زیاتوي: "زموږ له وسه هېڅ نه وو پوره، پرته له دې چې دعاګانې وکړو او وژاړو. اوس چې له څونامي ۱۰ کاله تېرېږي، کله یې چې زه په اړه غږېږم، نو داسې انګیرم چې دا پېښه یوازې پرون شوې ده، ډېره خواشینې شم. هېڅکله به مې هېر نه شي."

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د بصیرې تولیدي څیزونه آن مکې ته هم د ډالۍ په توګه وړل کېږي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بصیرې په کلي کې نورو مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده

کله چې اوبه لږ شاته ولاړې، بصیره او د هغې ماشومان د بیوراوي کلي ته د اوسېدو لپاره وخوځېدل، خو بېرته لامپولا ته راستانه شول، ځکه چې هلته یې خپل خپلوان لاهم تر نړېدلو دېوالو لاندې پاتې وو:

دا وايي: "نه پوهېدم چې زما مېړه چېرې و. او زما مور او پلار چېرې وو – دوی رانه تري تم شوي وو، خو دوی ډېر سپین ږیري او کمزوري وو. زه پوهېدم چې دوی به په تېښته ونه شي توانېدلی."

همدا وو چې هغې هېڅکله بیا ونه موندل.

کونډه بصیره په یوه لنډمهالي مېشت ځای کې له خپلو پنځو ماشومانو سره یوځای شوه.

د انځور حقوق BBC World Service

مرستندویه ټولنو دوی ته نوي مهارتونه وروښودل، څرنګه د کبانو پالنه وکړي، څرنګه اوبدل وکړي او څرنګه کیکونه پاخه کړي.

همدا وه چې هغې له خپلو بچیانو سره د وچو تونا کبانو پېر او پلور پیل کړ.

له څونامي یو کال وروسته، بصیرې په ۵۰۰۰۰۰ پور کړو روپیو (چې ۴۰ ډالر کېږي) د کبانو راکړه ورکړه پیل کړه، هغه اوس بېرته لامپولا ته ستنه شوې، هلته خپله کورنۍ هم چلوي او د خپل کلي د مېرمنو لاسونه او جیبونه یې هم ډک ساتلي دي.

ورته مطالب