امریکا کې کومیډي 'مرکه' فلم نندارې ته وړاندې شو

د انځور حقوق AP
Image caption په "مرکه" فلم کې دوو امریکايي خبریالانو ته د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون سره د مرکې کولو زمینه برابره شوې ده.

د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون د وژنې د دسیسې په اړه جوړ شوی "مرکه" لانجمن فلم د امریکا په ځینو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو، چې وړاندې د هکرانو ګواښونو نندارې ته د دغه فلم د وړاندې کېدو مخه نیولې وه.

مخکې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سوني فلمونو جوړولو شرکت له خوا د کریسمیس پر ورځ په یو محدود شمېر سینماګانو کې دغه کومیډي د وړاندې کېدو د پرېکړې هرکلی کړی و.

وړاندې ددغه فلم چمتو کوونکي شرکت "سوني پیکچرز" ویلي وو، فلم یې په ځینو خصوصي وېبپاڼو او همدارنګه د ګوګل او مایکروسافټ په ځینو خدمتونو کې خپور کړی دی.

په "مرکه" فلم کې دوو امریکايي خبریالانو ته د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جونګ اون سره د مرکې کولو زمینه برابره شوې ده.

د "سوني" شرکت ویاند بي بي سي ته ویلي، ددغه فلم خپرېدل اوسمهال یوازې په امریکا کې ممکن دي.

ښاغلي اوباما د سوني شرکت د فلم نه خپرولو مخکینۍ پرېکړه یوه "تېروتنه" بللې وه.

بیا وروسته، په امریکا کې سلګونو سینماګانو ددغه فلم د نندارې لپاره چمتووالی وښود.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شمالي کوریا ویلي، دغه فلم ددوی مشرتابه ته سپکاوی کړی دی.
د انځور حقوق Reuters

پر سوني پیکچرز سرکت انټرنېټي بې سابقې بریدونه وکړل، چې د برید پړه د "سولې ساتونکي" ډلې پرغاړه واخیسته.

دغې ډلې هغو سینما ګانو ته هم د ترهګریزو بریدونو ګواښ کړی و، چې ددغه فلم خپرېدو ته یې مټې بډوهلې وې، همدا وه چې سوني د فلم له خپرېدو ډډه وکړه.

د امریکا د فیدرالي تحقیقاتو دفتر (ایف بي آی) تېره اونۍ ددغه برید د پړې ګوتې شمالي کوریا ته ونیولې.

شمالي کوریا ددغه انټرنېټي برید مسؤولیت ونه مانه، خو دا یې یو "ښه کار" وباله.

څه وشول؟

نومبر ۲۲: د سوني شرکت پر اړوند کمپیوټري سیستم انټرنېټي برید وشو، ځوروونکي برېښنالیکونه او د سینمايي ستورو شخصي معلومات افشا شول.

دسمبر ۷: شمالي کوریا په انټرنېټي بریدونو کې خپله ښکېلتیا رد کړه، خو دغه برید یې "ښه کار" وباله.

دسمبر ۱۶: د "سولې ساتونکي" په نامه انټرنېټي غلو ددغه برید پړه ومنله، او د سپتمبر د ۱۱ د بریدو په څېر د نورو ترهګریزو بریدونو ګواښ یې وکړ، همدا وو چې نیویارک کې دغه فلم نندارې ته وړاندې نه شو.

دسمبر ۱۷: د امریکا ځینو مخکښو سینماګانو اعلان وکړ، چې فلم نندارې ته نه ړاندې کوي، سوني شرکت هم د کریسمس د رخصتۍ په ورځ ددغه فلم له خپرولو ډډه وکړه.

دسمبر ۱۹: د فیدرالي تحقیقاتو دفتر وویل، شمالي کوریا ددغو انټرنېټي بریدونو ترشا وه، ولسمشر اوباما د سوني شرکت له خوا د فلم د نه خپرولو مخکینۍ پرېکړه یوه "تېروتنه" وبلله.

دسمبر ۲۰: شمالي کوریا له امریکا سره د دغه برید په اړه د ګډو تحقیقاتو کولو وړاندیز وکړ، خو واشنګټن رد کړ.

دسمبر ۲۲: د شمالي کوریا په زیاترو سیمو کې انټرنېټي خدمتونه قطع شول.

دسمبر ۲۳: "سوني" شرکت اعلان وکړ، چې د کریسمس د رخصتۍ په ورځ به په ځینو محدودو سینماګانو کې کومیډي "مرکه" فلم نندارې ته وړاندې کړي.

دسمبر ۲۵: 'مرکه' فلم د امریکا ځینو سینماګانو او انټرنېټ کې خپور شو.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شمالي کوریا دغه فلم "جګړییز عمل" بللی دی.

ورته مطالب