شمالي کوریا: اوباما د ځنګلي بیزو په شان عمل کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون د وژنې د دسیسې په اړه جوړ شوی "مرکه" لانجمن فلم د امریکا په ځینو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی

د شمالي کوریا حکومت د امریکا متحده ایالتونه تېره اونۍ په شمالي کوریا کې د انټرنېټي خدمتونو د قطع کېدو مسؤول بللي دي.

شمالي کوریا د امریکا ولسمشر بارک اوباما "ځنګلي بیزو" ته ورته بللی دی.

دا څرګندونې او ترینګلتیا وروسته تر هغه رامنځ ته شوې، چې د سوني پیکچرز په نامه د امریکايي شرکت کمپیوټرونه تر برید لاندې راغلل.

دغه شرکت د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جون اون د وژنې د دسیسې په اړه د (مرکې) په نامه فلم جوړ کړی، د همدې فلم له کبله د پیونګ یانګ او واشنګټن ترمنځاړیکي ډېر ترینګلي شول.

تېره اونۍ په شمالي کوریا کې انټرنېټي خدمتونه قطع شول.

د شمالي کوریا د ملي دفاع یوې کمېټې ویلي وو، د امریکا متحده ایالتونو "زموږ د جمهوریت پروړاندې د انټرنېټي خدمتونو په قطع کولو لاس پورې کړ."

د انځور حقوق AP
Image caption د "سوني" شرکت ویاند بي بي سي ته ویلي و، ددغه فلم خپرېدل اوسمهال یوازې په امریکا کې ممکن دي

د کمېټې ویاند ویلي، د امریکا دا کار رښتیا هم د خندا وړ دی.

دغې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي:"امریکا یو لوی هېواد دی، چې زموږ په دیموکراتیک جمهوریت کې یې د انټرنېټ خدمتونه درولي وو، خو په دې نه وه خبره چې دا کار د دوی په زیان تمام شوی او دوی ته لوی شرم دی."

سرچینې ویلي:"اوباما پخپلو ویناوو او افعالو کې د ځنګلي بیزو په شان عمل کوي."

د شمالي کوریا ددغو څرګندونو په اړه سپینې ماڼۍ تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د انځور حقوق b
Image caption شمالي کوریا ویلي و، دغه فلم ددوی مشرتابه ته سپکاوی کړی دی

شمالي کوریا د (مرکې) په نامه فلم د امریکا د هغو سیاسي هڅو پایله بللې ده چې په وینا یې غواړي د شمالي کوریا پر وړاندې دښمنانه کړنه وښيي.

ورته مطالب