پاکستان د لال جومات ملاامام عبدالعزيز د نیولو حکم کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملا عبدالعزيز د طالبانو د ملاتړ او تندلارو نظريو له کبله شهرت لري

پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې يوه قاضي د لال جومات د ملاامام او تندلاري عالم عبدالعزيز د نيولو حکم کړى دى.

هغه د هغو احتجاج کوونکو پر گواښنې تورن دى چې د لال جومات پر وړاندې يې له هغه وروسته په مظاهرې لاس پورې کړ، چې عبدالعزيز د پېښور پر يوه ښوونځي د طالبانو د بريد غندنه رد کړه.

په بريد کې تر ١٥٠ ډېر کسان ووژل شول چې ډېرى يې ماشومان و.

خو ملاعبدالعزيز وايي، پر ده لگول شوى تور مهم نه دى او دولت بايد د هغو کسانو نيولو ته خپل پام واړوي چې په وينا يې د جدي جرمونو مسووليت لري.

د هغو ټولو خلکو لپاره دې عامه بخښنه اعلان شي، چې محکمو ته ورپېژندل شوي او په هېواد کې دې اسلامي قانون پلی شي.

زما قضیه ډېره کوچنۍ ده او آن د پولیسو د حوزې یو معاون ضمانت راکولای شي.

حکومت باید هغه خلک ونیسي چې تر دې جدي جرمونه یې کړي، لکه قتل او برمته کول. د دوی د نیولو حکومونه ورکړل شوي، خو هېڅوک پسې نه ګرځي، ځکه چې دا خلک ځواکمن دي، او ښې اړیکې لري.

ملا عبدالعزيز د طالبانو د ملاتړ او تندلارو نظريو له کبله شهرت لري.

د انځور حقوق
Image caption ملاعبدالعزيز وايي، پر ده لگول شوى تور مهم نه دى او دولت بايد د هغو کسانو نيولو ته خپل پام واړوي چې په وينا يې د جدي جرمونو مسووليت لري

د روان کال په لومړيو کې د ده له لوري د چلېدونکي ښوونځي کتابتون د القاعدې د مشر اسامه بن لادن په نامه شو.

بل خوا د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کې مون له پاکستانه غوښتي دي، چې پر اعدام د ټولو محکوم شويو کسانو اعدامول ودروي او د دغې سزا پر پلي کېدو بېرته بنديز ولگوي.

پاکستان تېره اوونۍ له هغه وروسته د اعدام سزا پر پلي کيدو بنديز لرې کړ، چې وسله والو طالبانو په پېښور کې پر يوه ښوونځي بريد وکړ په دغه بريد کې تر ١٥٠ ډېر کسان ووژل شول چې ډېرى يې ماشومان و.

د ملگرو ملتونو يوه وياند وويل، ښاغلي مون د پاکستان له لومړي وزيرنوازشريف سره خبرې کړې دي او له هغه يې غوښتي دي چې د اعدام سزا د پلې کېدو بنديز د لرې کېدو له پرېکړې په شاه شي.

له هغه راهيسې ۶کسان په پاکستان کې اعدام شوي دي، چې پر دغه سزا بنديز لرې شو او چارواکي وايي، چې ٥٠٠ نورکسان به په راتلونکو اونيو کې له ورته برخليک سره مخامخ شي.

ورته مطالب