"اسلامي دولت": ایزیدي ښځې د جنسي مريي توب کړاوونه بیانوي

Image caption په کمپونو کې اوسېدونکي خلک ډېر حیران ښکاري. هغوی خپلو ورکو شویو عزیزانو ته انتظار باسي، خو پوهېږي چې د ژغورنې چانس يې ډېر لږ دی.

د بي بي سي پول ووډ او کمره والا فریډ سکاټ شمالي عراق ته تللي و چې له هغو ښځو سره وګوري چې له مريي توب نه تښتېدلې وې.

عراق کې د ایزیدیانو د مذهبي لږکیو ټولنه وايي۳۵۰۰ تنه ښځې او نجونې يې د "اسلامي دولت" ډلې له خوا نیول شوې دي، زیاتره يې د جنسي مریانوپه توګه کارول کیږي. یو څوتنه يې په تېښتې بریالۍ شوې اوخپلې د وحشت نه ډکې کیسې کوي.

یوه ورځ په اګست کې حنان له خوبه راويښه شوه او وې لیدل چې کورنۍ يې په وارخطايي سره خپل کالي ټولوي. هغه حیرانه وه: نه وه خبره چې د "اسلامي دولت" ډله چې ځانته جهادیان وايي، څومره نژدې دي.

ایزیدیان څوک دي؟

له کوره بهر، د سنجر د ښار لوی سړک له خلکو ډک و. د هغې کورنۍ د نورو ایزیدیانو سره چې ټښتیدل او ژړل يې یوځاې شوه، هغې ویل چې ګولۍ يې د سرونو د پاسه الوتلې.

په داسې حال کې چې پرخیمې باندې باران ورېده، هغې راته خپله کیسه کوله اوپه عصبانیت سره يې خپلې ګوتې پېچلې.

حنان د هغې اصلي نوم نه دی. د پخوانیو نیول شویو کسانو یوه هم چې ما ورسره خبرې وکړې نشوکولاې چې خپل هویت څرګند کړي. حنان ۱۸ کلنه ده اوغواړي چې نرسه شي، خو نژدې وه چې "اسلامي دولت" ډله يې دا هیلې له منځه یوسي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حنان د سنجر له ښار نه له نورو نجونو او ښځو سره یوځای په زوره بېول شوې وه

حنان وايي جهادیانو د خپلو موټړو په مرسته د سنجر د ښار لاره بنده کړې وه. هغه يې بېرته ښار ته راوګرځوله او هلته يې ښځې او نجونې له نورو څخه جلا کولې.

هغه وايي هغوی شل کسه و چې اوږدې ږېرې او وسلې يې درلودې. هغوی ویل چې باید موصل ته لاړې شئ. موږ انکار وکړ. هغوی ووهلو او خپلو موټړوته یې کش کړو.

هغه يې له نورو ښځو سره د ورزش یو تالارته بیولې وه. بیا يې د څو اونیو وروسته یوځای کې د ودونو یوتالارته یوړه. په یوځاې کې ۲۰۰ تنه ښځې او نجونې وې. دا د مریانواو وینځو بازارونه و. د "اسلامي دولت" ډلې جنګیالي به راتلل او ځانته به يې مریان او وینځې خوښولې.

حنان وايي موږ له وېرې د هغوې مخونوته نشوای کتلای، موږ ډېروېرېدلي و. یوه نجلې چې د جنسي مريي په توګه کارول شوې او بېرته راستنه شوې وه خپله ټوله کیسه وکړه. له هغې وروسته "اسلامي دولت" بل هېچا ته اجازه ورنکړه چې بېرته ستانه شي:

"زموږ د وېرولو لپاره ېې ډزې کولې. هرڅوک چې به يې غوښتل په زوره به يې وړل. موږ ټول وخت ژړل. موږ غوښتل چې خپل ځان ووژنو خو کومه لاره مو نشوای موندلای. "

حنان وویل، یوې نجلۍ وکولای شول چې ځان ووژني. هغې خپل مړوند پرې کړ. هغوی موږ نه پرېښودو چې ورسره مرسته وکړو. په یوې کوټې کې يې د ننه کړو او دروازه ېې وتړله. هغه نجلۍ مړه شوه. هغوی ویل پروا نه کوي. مړی به یې یوځای کې وغورځوو.

د تېښتې چانس

هلته بهرني جنګیالي و، خو زیاتره سیمه ییز سُنیان و. حنان یو سړی وپېژانده. هغه د سنجر په ښارکې د موبایل تیلیفون دکان درلود. هغه تر ټولوزیات د ایزیدیانو د مذهب پرخلاف غږېده. دوی ویل "ایزیدیان کافر دي. اوس به تاسو د مسلمانانو په توګه ژوند کوئ. دوی ډېرې نجونې د جنسي استفادې لپاره یوړې. موږ ته يې ویل چې پخوانی ژوند مو هېرکړئ."

موږ د "اسلامي دولت" ډلې له یوه جنګیالي نه وپوښتل "ولې موږ سره دا رویه کوئ.‎؟ هغوی په لکړو ووهلو."

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption زیاتره ایزیدیان چې د 'اسلامي دولت' د بریدونو له امله تښتیدلي اوس د بې ځایه شویو خلکو په کمپونو کې ژوند کوي

حنان وايي "زموږ نارینه و د خپلو کورنیو د ساتنې لپاره د ورځې پنځه وخته لمونځونه کول. "اسلامي دولت" موږ ته ویل که مسلمان نشئ تاسو ټول به ووژنو."

هغه وايي وړې نجونې يې د ټولو نه مخکې یوړلې، زیاتره يې د "اسلامي دولت" پایتخت، د سوريې د رقه ښار ته یوړې. بلاخره ددې نوبت هم ورسېد چې باید لاړه شي.

حنان وايي هغوی ورته وویل چې لومړی به مو ستاسو کورنیو ته بوځو چې د وروستي ځل لپاره يې ووینئ:

"موږ ډېرژړل ، یو د بل لاسونه مو نیول او ژړل مو. د "اسلامي دولت" له جنګیالیو مو وپوښتل چې ولې موږ سره دا رویه کوئ؟ هغوی په لکړو ووهلو."

دوی يې د خپلو کورنیو د لیدلو لپاره یونه وړلې، خو یو بل موقتي کورته يې بوتللې. اوه تنه نجونې يې په یوې کوټې کې واچولې. ځینې به يې د جنسې استفادې لپاره رایستلې او بېرته راوستلې. له کوره بهر وسله وال ساتونکي و. کومه هیله نه وه.

خو کوټې یوه پلاستیکي کړکۍ درلوده او یوه شپه دوی وکولای شول په زوره يې پرانیزي."

"موږ یو په یو، له کړکۍ نه راووتو. زه پنځمه وم. بهر مې خپل تره زوی ته انتظار ایسته. خو یوه رڼا مې ولیده چې راروانه وه. نورمې انتظار نشو ایستلای. تر یوه دېوال واوښتم. وتښتېدو او منډې مو وهلې. نوروسره مو مرسته نشوای کولای."

په ټیټه بیه خرڅ شوي

په یوه بله خیمه کې مې هارما ولیده، هغه د رقه ښارته وړل شوې وه. هغه نه وه تښتیدلې بلکې د کورنۍ له خوا يې د ۳۰۰۰ ډالرو ورکولو په بدل کې بالاخره آزاده شوې وه.

هغه ۳۰ کلنه ده او د هغې ورځې شرم او رنځ يې په یاد دی چې د وینځې په توګه وپلورل شوه. دا يې هم په ياد دي چې د څومره پیسوپه بدل کې.

هارما وايي "موږ يې د خرڅلاو لپاره وړاندې کړو. ډله ډله جنګیالي د اخیستو لپاره راتلل. موږ سم خوب نشوکولای ځکه چې نوې ډلې هر وخت راتللې. کله کله به دوی ځینې نجونې بېرته راوړې، وهلې شوې او ټپیانې به وې. کله چې به ښې شوې بیا به یې خرڅولې. بالاخره هغوی ټولې نجونې یوړې. لومړی به یې نجونې او په پاې کې به یې ښځې خرڅولې. هرڅه چې مو وکړل، وموژړل، زارۍ مو وکړې، کوم توپیر یې ونه کړ. د "اسلامي دولت" یو شیخ پیسې واخیستې. ډیرې نه وې. یوجنګیالي موږ ته ۱۵۰۰۰ عراقي دیناره (۱۳ ډالره ) وښودل او وې ویل دا ستاسو بیه ده."

هغه او د هغې د تره لور د یوجهادي په وسیله راوړل شوې چې لویدیځ پاسپورټ يې درلود.

هغه په خپل کور کې پنځه نورې ایزیدي ښځې هم درلودې.ه غه له مخکې نه واده هم کړې وه او ښځه يې هم ورسره وه. هغه غوښتل چې د دوو نورو ایزیدیانوسره په زوره واده وکړي او نورې لکه هارما يې د کنیزانو په توګه کارولې.

هرما راته وویل چې له خپل ژونده خوشحاله نه وه خو هېڅ یې نشوای کولای.

هغه وايي یوه ورځ ددغه سړي یو ګاونډی شیخ راغی او ورته وې ویل چې ته باید دومره ډیرې نجونې ونه ساتې، د "اسلامي دولت" مشر، ابو بکر البغدادي امر کړی چې د کورپه سر یوه نجلۍ ساتلای شئ.

دمریانوپه اړه لارښود

داسې ښکاري چې د "اسلامي دولت" ډلې د وینځو یا کنیزانو مریانو د ساتلوپه اړه یو حکم اولارښود هم خپورکړی.

ددې ډلې د دیني فتواګانو څانګې یولارښود خپور کړی چې عنوان يې دی "د بندیانو او مریانو د نیولو په اړه پوښتنې او ځوابونه"

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اسلامي دولت یوه خپره شوې پاڼه د ښځینه بندیانو سره د جنګیالیو د جنسي فعالیتونو په اړه لارښوونې کوي

دا سند اصلي ښکاري. دا په یوه جهادي وېبپاڼه کې خپور شوی چې ظاهراً په موصل کې د جمعې له لمانځه وروسته خپورشوی.

دا سند وايي چې یهودان او ایزیدي ښځې ټولې کېدای شي مریانې یا وینځې شي. وايي چې ښځې پېرودای او پلورل کېدای شي او یا د تحفې په توګه ورکول کېدای شي، که جنګیالي مړه شي مریان او وینځې يې د هغوی د ملکیت په توګه نوروته ورکول کېدای شي.

ددې خپرې شوې پاڼې په پوښتنو اوځوابونو کې دا شیان شامل دي:

پوښتنه: آیا اجازه شته چې د یوې بندي شوې ښځې د ترلاسه کولونه سم لاسي وروسته ورسره جنسي عمل ترسره شي؟

ځواب: که باکره وي، بادار يې ورسره جنسي عمل کولای شي. خو که نه وي باید ځان ډاډه کړي چې هغه میندواره نه وي.

پوښتنه: آیا د یوې نابالغې وینځې سره جنسي عمل ته اجازه شته؟

ځواب: که هغه د جنسي عمل لپاره مناسبه وي ورسره کولاې شئ او که نه نو د جنسي عمل نه پرته ورنه خوند واخلئ.

دا یو فاسدونکی او خواشینی کونکی سند دی، چې د مروج اسلام سره تضاد لري، خوهڅه شوې چې پر قرآني آیتونو او حدیثونو استناد وشي.

یوه نظریه دا ده چې وايي دا سند ددې لپاره خپورشوی چې د "اسلامي دولت" د ځینو ډېروافراطي جنګیالیود رويې مخه ونیول شي. د مثال په توګه دا سند وايي چې یو سړی باید د خپلې ښځې یا د کوم بل شخص د وینځې سره ویده نشي، خو یو سړی کولای شي دوه خویندې وینځې ولري خو باید د دواړوسره په یو وخت کې ویده نشي.

په انټرنېټ کې یوه خپره شوې ویډیو چې د خپرې شوې پاڼې په شان يې سرچینه نه ده معلومه، خو اصلي ښکاري، ظاهراً د "اسلامي دولت" ډلې جنګیالي ښيي چې د مریانو بازار ته په شوق سره انتظار باسي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په دې ویډیو کې داسې ښکاري چې د اسلامي دولت ډلې جنګیالي په شوق سره د ښځینه مریانو د ترلاسه کولو په اړه بحث کوي

دا ږیرور او په وسلو سمبال جنګیالي له احساساتو ډک او خوشحاله ښکاري.

ددوی د خبرو اترو یوه نمونه دا ده:

"ان شاء الله نن به د مریانو بازار وي"

"هر څوک به خپله برخه اخلي"

"زما ایزیدي نجلۍ چېرته ده؟"

"تاسو خپل مریی یا وینځه خرڅولای شئ یا د تحفې په توګه ورکولای شئ... د خپلې برخې سره هرڅه چې غواړئ کولای شئ"

"وروڼو، هر څوک چې يې خرڅوي زه یې رانیولاې شم"

"زه به درې بانکنوټونه ورکړم"

"زه به یوه نجلۍ د یوې تمانچې په بیه واخلم"

"د شنو سترګو والا قیمته دي"

"غاښونه یې چک کړه"

"یو سړی دوه نجونې رانیولای شي؟"

"ابو فهد، ستا ایزیدي مړه ده" هه هه، یو تن خاندي.

"د ډله ییزې نابودۍ پلان"

د هغې مرکې څخه چې موږ دعراق په شمال کې وکړه داسې ښکاري چې که ایزیدي ښځې مسلمانې شي، کېدای شي په زوره واده شي. خو که مسلمانې نشي کېدای شي څو ځلي له یو جنګیالي نه بل ته انتقال شي.

شل کلنې جنار موږته وویل: "یوه ۱۱ کلنه نجلۍ وه.هغوی ډېره ووهله. یو جنګیالي ته يې ورکړه او بیا يې په موصل کې بل ته ورکړه. موږ واورېدل چې هغې وروسته ځان وواژه". ‍ ‍‍

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دوو تنو ایزیدي خویندو وویل چې څرنګه ېې ددوی د جلا کولو څخه انکار کاوه

جنار وايي هغوی غوښتل چې موږه بیلې کړي خو موږ تل نه منل.

هغه وايي یوجنګیالی یې وپېژنده چې پخوا ددوی په سیمه کې اوسېده، اوس د یوې ډلې جنګیالو مشر دی. موږ له هغه وغوښتل چې بېلې مو نه کړي، هغه ژمنه وکړه چې نه به مو بېلوي.

خضر دومل په نامه یو ایزیدی سړی چې موږ یې دغو ښځو سره معرفي کړو، "اسلامي دولت" تورن کړ چې غواړي ددوی کلتور اومذهب له منځه یوسي.

هغه وویل چې "سیمه ییز سنیان تر ټولو ډیرظلم کوي، هغوی دوه، درې، څلور یا پنځه ښځې رانیسي، نړۍ زموږ ښځې او نجونې هېرې کړي دي. کوم دي نړیوال پوځي عملیات چې موږ آزاد کړي."

زیاتېدونکي شواهد

کله چې په اګست کې د سنجر په ښار کې وم اورېدلي مې و چې ښځې او نجونې وړل کیږي. لومړي سر کې نه پوهېدم چې ريښتیا دي که نه. خوله هغې راهیسې په دې هکله شواهد زیات شوي دي.

د نړیوالې عفوې په یو رپوټ کې ډېر ویرونکي شواهد شته او په لسګونو ښځو سره مرکې شوي.

خو کله کله د انسانیت نښې هم شته دي. ویل کیږي چې یو جهادي سړي دی وې نیول شوې ۱۳کلنې نجلۍ او د هغې د وړوکي ماشوم په هکله افسوس څرګند کړی و او ویلي یې و چې د یو جنګیالي مور د هغې لپاره د مور حیثیت لري. هغه دا نجلۍ رانیولې وه چې آزاده يې کړي. خو دا ډول پېښې نادره استثنآت دي.

د انځور حقوق BBC World Service

"اسلامي دولت" خپلې کړنې نه پټوي. خپره شوې پاڼه، ویډیو او د "اسلامي دولت" رسمي خپرونه، "ثاقب" ټول دا لاندې خبرې په ډاکه کوي:

"د نیولو نه وروسته، ایزیدي ښځې او ماشومان د "اسلامي شریعت" له مخې د "اسلامي دولت" د هغو جنګیالیو ترمنځ ووېشل شول، چې د سنجرپه عملیاتو کې يې برخه اخیستې وه... مخکې له دې نه چې شیطان د کمزورو مغزونو او کمزورو زړونو په منځ کې شک واچوي، په یاد ولرئ چې د کفارو مريي کول او د هغوی ښځې د وینځو په توګه ساتل، له شریعت سره بشپړ سمون لري."

د ۳۵۰۰ ښځو او نجونو شمېره چې تر اوسه په بند کې دي، کومه تخمیني شمېره نه ده. د ایزیدیانو یوې کمېټې د ټولو ورکو شویو کسانو نومونه لیکلي دي. ځینې راستنې شوې ښځې میندوارې دي.

تر اوسه پورې تقریباً ۴۰۰ ښځې او نجونې په تېښتې بریالۍ شوې. کله کله د عراق په شمال کې د بې ځایه شویو خلکو کمپونو ته ځینې ښځې راځي، چې ډېرې وېرېدلې او ستومانه وي.

دا په ۲۱مه پېړۍ کې د مريي توب قربانیان دي.

په کمپونو کې اوسېدونکي خلک ډېر حیران ښکاري. هغوی خپلو ورکو شویو عزیزانو ته انتظار باسي، خو پوهېږي چې د ژغورنې چانس يې ډېر لږ دی.

ورته مطالب