د "انټرويو" فلم انټرنيټي بڼې ۱۵ مليون ډالره ګټلي

د انځور حقوق AP
Image caption دا فلم په ځانګړو شمېر سينماوو کې خپور شو خو پر دې سربېره هم دې فلم زيات شمېر ليدونکې لرل

د سوني جنجالي فلم "انټرويو" په انټرنيټي بڼه تر ټولو زيات پلورل شوی دی.

دا فلم په سينمايي بڼه له خپرېدو څلور ورځې وروسته په انلاين هم خپور شو، چې په همدې موده کې يې تر ټولو زيات پلورل شوي فلم ريکارډ جوړ کړ.

دا فلم د ډسمبر پر ۲۷ مه په انټرنيټي بڼه خپور شو چې بيا له دوه مليون زيات ښکته (ډاونلوډ) شوی دی.

دغه فلم د شمالي کوريا د ولسمشر کېم جونګ اون د يوې امريکايي توطيې په اړه دی، چې له خپرېدو مخکې پر سينماوو بند شو.

دغه فلم پيونګ يانګ قهرولی و او داسې ويل کېږي چې شمالي کوريا پر سوني سټوډيو د انټرنيټي بريد تر شاه وه.

د دغه بريد له کبله د سونې په اړه مهم معلومات، د راتلونکو فلمونو کيسې، د لوبغاړو برېښناليکونه او د هغوی د معاشونو په اړه معلومات هم پټ شوي وو.

په سوني سټوډيوګانو د بريدو له ويرې دوی دغه فلم په سيمناګانو کې له خپرېدو بند کړی و.

سونې په خپله اعلاميه کې ويلي، چې دغه فلم د يکشنبې پر ورځ امريکا او کاناډا کې د ګوګل يوټيوب، مايکروسافټ ايکس باکس او د دوی د ځانګړې پاڼې له خوا په لوړ کيفيت خپور شوی دی.

د امريکا ايف بي آی (FBI) ويلي چې شمالي کوريا پر سوني د انټرنيټي بريد تر شا وه خو پيونګ یانګ دغه تور رد کړی، خو ويلي يې دي چې دا يو ښه کار و.

دا فلم په ځانګړي شمېر سيمناوو کې خپور شوی و خو پر دې سربېره هم دې فلم زيات شمېر ليدونکي درلودل.

د سونې له خوا د فلم پر نه خپرېدا په امريکا کې نيوکې شوې، او ولسمشر بارک اوباما ويلي چې دا د وينا د ازادی لپاره يو خطر و.