د ایران بې پیلوټه "ځانمرګې" الوتکه

د انځور حقوق
Image caption (ارشیف) د ایران بې پیلوټه الوتکه

د ایران د ځمکني وسله وال پوځ مشر جګړن احمد رضا بوردستان ویلي، ایران د لومړي ځل لپاره د خلیج په اوبو کې د پوځي مناورو پرمهال له بې پیلوټه "خانوژونکې" الوتکې ګټه اخیستې ده.

د "ارنا" خبري اژانس د بوردستان له قوله ویلي: "دغه بې پیلوټه الوتکه د ځمکني وسله وال پوځ اړوند ده، چې تر اوسه دوه ځلې کارول شوې ده، په لومړي ځل د دښمن د برید په مقابل کې او په دویم ځل د ملګرو ځواکونو د تمرین پرمهال."

نوموړی زیاتوي، دغه "ځانوژونکې" بې پیلوټه الوتکه، یو "خوځنده بم" دی، چې تر ۲۵۰ کیلیومترو پورې رسېدی شي، او د لوړ کیفیت لرونکې کامرې پکې ځای پرځای شوې دي."

ایران په تېر نومبر میاشت کې هم د "آر کیو ۱۷۰" امریکايي بې پیلوټه الوتکې په شان یوه ایران جوړه الوتکه پورته کړې وه.

ایران په ۲۰۱۲ کال ادعا وکړه، چې د هېوادا په ختيځ کې یې یوه امریکايي بې پیلوټه څارګره الوتکه یې راغورځولې ده.

په تېر سپتمبر کې ایران وویل، یوه نوې بې پیلوټه الوتکه یې جوړه کړې ده، چې غبرګ توغندي پرې نصب شوي.

دی دا اعلان د ایران – عراق د جګړې د ۳۴ کلونو د تېرېدو په مناسبت کې کړې وه.

ایران په وروستیو کلونو کې د بالیستي پروګرام په پرمختګ کې ډېر کار کړی دی، چې ویل کېږي، څو ډوله بې پیلوټه الوتکې یې جوړې کړې دي.

د ایران په دغو بې پیلوټه الوتکو کې هجومي الوتکې ډېرې خطرناکې ګڼل شوې دي، خو تهران وايي، دا کار یې یوازې د دفاع په خاطر کړی دی.

د امریکا "ډیلي بیسټ" په نامه یوې خبري وېبپاڼې د (سوریه کې د ایران بې پیلوټه الوتکو جګړه) په نامه پخپل یوه راپور کې ویلي وو، چې ایراني الوتکو د اسد د نظام د سقوط په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی.

د ویلو ده چې د ایران پوځ د روان دسمبر د ۲۵ او ۳۱ ترمنځ یوه اونۍ هرمز تنګي ته نژدې د خلیج په اوبو کې پوځي مناورې کوي.

په عراق کې "اسلامي دولت" ډلې پر انټرنېټ داسې ویډیويي ټوټې خپرې کړې، چې وايي د ایران (شاهین) نومي بې پیلوټه الوتکه یې د عراق په شمال ختیځ دیالي ولایت کې راغورځولې ده.

د انځور حقوق
Image caption په عراق کې "اسلامي دولت" ډلې پر انټرنېټ داسې ویډیويي ټوټې خپرې کړې، چې وايي د ایران (شاهین) نومي بې پیلوټه الوتکه یې د عراق په شمال ختیځ دیالي ولایت کې راغورځولې ده.

عراقي چارواکو تر اوسه ددې خبر په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

عراق کې ایرانی پوځي سلاکار

بل خوا، د دوشنبې په ورځ (دسمبر ۲۹) په عراق کې "اسلامي دولت" ډلې د یوه لوړپوړي ایراني پوځي سلاکار د وژلو ادعا کړې ده.

دوی وايي، جګړن حمید تقوي د عراقي پوځ او وسله والو ملېشو په ګټه هلته جګړه مخته وړله.

د ایران انقلابي ګارد د تېرې یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې حمید تقوي د بغداد په شمال کې نژدې ۱۱۰ کیلومتره لیرې، چې د شیعه ګانو یو مهم مذهبي زیارت هم دی، سامراء ښار کې وژل شوی.

د "داعش" اړوندې یوې وېبپاڼې د تقوي د مړي انځورونه خپاره کړي دي.

په سامراء ښار کې د شیعه ګانو د امام علي الهادي او امام الحسن العسکري زیارتونه دي.

په دوی کې د شیعه ګانو لپاره یو یې لسم امام او بل یې یوولسم امام ګڼل کېږي.

ایران وړاندې هم عراق ته د وسلو، پوځي سلاکارانو او جنګیالیو په استولو تورن شویی دی.