امریکا کې دوه کلن ماشوم خپله مور په ډزو وژلې

د انځور حقوق AP
Image caption وژل شوې مور ۲۹ کلنه او د همدغه سوېلي ایداهو ایات د بلک فوټ ښار اوسېدونکې وه.

د امریکا ایداهو ایالت کې دوه کلن ماشوم خپله مور په تېروتنې د تومانچې په ډز وژلې ده.

د ماشوم ګوته هغه مهال د تومانچې پر ماشې ټینګه شوه، چې د خپلې مور په لاسي بکس کې یې ګوتې وهلې.

پېښه د یاد ایالت هایدڼ ښار د مارت په نامه په یوه مشهور خرڅلاو ځای کې هغه مهال رامنځ ته شوې ده، چې د ماشوم مور او نور ماشومان د الکترونیکي څیزونو برخه کې بوخت وو.

د سیمې د پولیسو ویاند ویلي، دغې ښځې د وسلې د ګرځولو جواز درلود.

دغه مور د خرڅلاو دغه مرکز ته له ځینو ماشومانو سره ورغلې وه.

تر پېښې وروسته دغه خرڅلاو د یوڅه وخت لپاره تړل شوی دی.

یوې سیمه ییزې رادیو د عیني شاهدانو له قوله ویلي، په خرڅلاوځي کې لګول شویو کامرو له چارواکو سره د پېښې د څرنګوالي معلومولو په اړه ډېره مرسته کړې ده، چې وايي پېښه قصدي نه، بلکې د ماشوم د تېروتنې له کبله شوې ده.

وژل شوې مور ۲۹ کلنه او د همدغه سوېلي ایداهو ایات د بلک فوټ ښار اوسېدونکې وه.