د ۲۰۱۴ کال مهمو روغتیايي پېښو ته کتنه

د یوې بې سارې نوې درملنې په مرسته یو فلج سړی بیا به پښو روان شو، په لوېدیځې افریقا کې د ایبولا ویروس خپرېدو نړۍ ووېروله، د ایچ آې وي ایډز ناروغۍ د کمزورې کېدو نښې څرګندې شوې، د لومړي ځل لپاره یوې ښځې ته د رحم پیوند وشو او یوې بلې ته نوی تناسلي غړی جوړ شو.

بیا په پښو روانېدل

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption داریک فیدیکا هره ورځ پنځه ساعته فیزیوتراپي کوي.

داریک فیدیکا په ۲۰۱۰ کې په ملا کې څو ځلې په چاړه وهل کېدو نه وروسته فلج شوی و، خو د یوې بې سارې درملنې وروسته بیرته په پښو روان شو.

د درملنې په دې طریقې کې د لومړي ځل لپاره د هغه د پزې د سوري څخه حجرې واخیستل شوې او د ملا د تیر په حرام مغزک کې پیوند شوې. دا داسې حجرې وې چې پرله پسې یې تکثر او وده کوله.

ساینس پوهانو وموندله چې د پزې د سوري د دیواله د بوې د حس حجرې کولای شي پرې شوې عصبي رشتې بیا سره ونښلوي.

که څه هم د درملنې دا طریقه په لومړیو پړاوونو کې ده خو ساینس پوهانو دا پرمختګ سپوږمۍ ته د انسان د تلو پرتله مهمه وباله.

اېبولا

په ۱۹۷۶ کې د اېبولا د کشفېدو راهیسې د دې ناروغۍ دا اوسنۍ ناڅاپي خپرېدنه تر ټولو وژونکې ده

د اېبولا ویروس د ۲۰۱۳ کال په دسمبر کې ناڅاپه خپور شو، خو هغه څه چې وروسته راغلل هېچا یې انتظار نه کوه. په ۱۹۷۰ لسیزې کې د لومړي ځل لپاره د اېبولا ویروس د پېژندل کېدو راهیسې د ۲۰۱۳ کال تر دسمبره یوازې ۲۳۶۱ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي وو او هر کله چې به دا ویروس خپرېده، ژر به یې مخه نیول کېده.

خو د اوسنۍ خپرېدو په ترڅ کې د تېر کال راهیسې له ۱۹ زره نه زیات کسان اخته شوي او ۷ زره تنه مړي ثبت شوي دي.

دا په تاریخ کې د دې ناروغۍ بې سارې شمېرې دي. د درملنې د موندلو لپاره یې هم بې سارې هڅې وشوې. په لنډې مودې کې د ځینې داروګانو او واکسینونونو ازموینې پیل شوې خو تراوسه پورې د اېبولا ویروس تر کنترول لاندې نه دی راوستل شوی.

کمزوری ایچ آې وي ایډز

د انځور حقوق BBC World Service

د اکسفورډ د پوهنتون ساینس پوهان وايي د ایډز یا ایچ آې وي په ویروس کې بدلون راغلی اوهغه د پخوا په پرتله کمزوری شوی او لږ وژونکی دی.

دا څېړنه چې په بوتسوانا کې شوې ښيي چې د ایچ آې وي ویروس کمزوری شوی، ورو ورو تکثر کوي او د ناروغۍ د رامنځته کولو لپاره ډېر وخت ته اړتیا لري.

په همدې ترڅ کې لرغون پیژندونکو موندلې چې د ایچ آې وي ویروس یا ایډز ناروغۍ نړیواله خپرېدنه په ۱۹۲۰مو کلونو کې د افریقا د کینشاسا په ښار کې شوې وه چې اوس د کانګو دموکراتیک جمهوریت برخه ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ساینس پوهان وايي په ۱۹۵۵ کال کې کینشاسا د اېډز ناروغۍ د نړیوالې خپرېدنې مرکز و.

دا نړیواله غمیزه د اروپايي امپراطوریو په وروستیو کلونو کې هغه مهال پیل شوه چې د نفوس ګړندۍ وده، د اورګاډو د لیکو زیاتوالی، د سفرونو او جنسي اړیکو ډېرېدل د ایچ آی وي ویروس د پراخې خپرېدنې لامل وګرځېد.

له پرمختګه تر استعفا

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ډاکتر هاروکو ابوکاتا په جنورۍ کې د طبي پرمختګ اعلان وکړ.

سږ کال په طبي ساینس کې یوه رسوايي را منځته شوه.

په جنورۍ کې ژمنه وشوه چې د بنسټیزو حجرو یو پرمختګ به د طب څېره په بشپړ ډول بدله کړي. خو تر دسمبره یوې مخکښې څېړونکې، ډاکټر هاروکو ابوکاتا په شرمناکه توګه استعفا وکړه. د هغې لارښود پروفیسر یوشیکي ساسايي په خپل لابراتوار کې مړ وموندل شو. داسې ښکارېده چې هغه ځان وژنه کړې وه.

داسې ادعا شوې وه چې که نورماله حجرې په تیزابو کې واچول شي، په بنسټیزو حجرو باندې بدلېدای شي. بنسټیزې حجرې هغه حجرې دي چې کولای شي په هر ډول نورو حجرو باندې بدلې شي.

دا خبر د نړۍ د ورځپاڼو په لومړي سرخط باندې بدل شوی و او ساینس پوهان یې حیران کړي وو.

خو ژر څرګنده شوه چې دا رښتیا نه دي. یو شمېر څېړونکي شکمن شول او په پلټنو يې پیل وکړ او وې موندله چې ادعا غلطه او دروغ وه.

ډاکټر ابوکاتا د دروغو له امله ګنهکاره وموندل شوه او د نړۍ هېڅ یوې بلې څېړندویې ډلې ونشوای کولای چې د دوی د څېړنو موندنې ثابتې کړي.

د رحم بریالی پیوند او د ماشوم زېږول

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption درحم پیوند کونکي څېړونکي وايي د ماشوم زېږول به هغو خلکو ته هیله ورکړي چې ماشوم نه لري.

په ۲۰۱۴ کال کې د لومړي ځل لپاره د یو پیوند شوي رحم څخه ماشوم وزېږېد.

دا ۳۶ کلنه مور د رحم نه پرته زېږېدلې وه، خو یوې ملګرې ښځې چې عمر یې پوخ شوی و او خپله یې ماشوم نه غوښت، ورته خپل رحم ورکړ.

د رحم د پیوندولو نه یو کال وروسته، ډاکټرانو د هغې په رحم کې یوه نطفه کېښوده چې مخکې د آی وي ایف طریقې په مرسته چمتو شوې وه. آی وي ایف هغه طریقه ده چې په کې د نارینه سپرم د ښځې د هګۍ سره په لابراتوار کې یوځای کېږي او بیا وروسته په رحم کې د ودې او زېږېدو لپاره اېښودل کېږي.

د جرمني د ګوتنبورګ په پوهنتون کې دا پرمختګ هغو ښځو ته هیله ورکوي چې د سرطان د درملنې له امله یې رحم کار نه کوي یا اصلا رحم نه لري.

نوی ښځینه جنسي غړی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښځې د حوصلې د هډوکو څخه د عکسونو اخیستلو په مرسته د یو درې بعدي نل چوکات جوړ شو.

د څلورو ښځو لپاره په لابراتوار کې ښځینه جنسي غړي جوړ شول.

د هرې ښځې لپاره په مناسبه بڼه د عضوي موادو څخه د یونل په شان د جنسي غړي یو چوکاټ جوړ کړل شو.

د هرې ښځې د ناروغه جنسي غړي څخه یو څو حجرې واخیستل شوې او په لابراتوار کې وکرل شوې.

د جوړ شوي چوکاټ بهرنۍ برخې په عضلي حجرو او داخلي برخې یې په لابراتوار کې کرل شویو حجرو باندې وپوښل شوې.

په نتیجه کې ورڅخه داسې یو مناسب جنسي غړی جوړ کړل شو چې د پیوندولو وروسته ټولو ښځو ویل چې په نورماله توګه کار کوي او دوی ورڅخه خوند اخلي.

په دوو ښځو کې دا پیوند شوی جنسي غړی د رحم سره ونښلول شو او هغوی ته یې د حمل اخیستو چانس ورکړ.

شکره یا غوړ

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حیواني محصولات لکه ساسیچ او کوچ معمولا ډیر مشبوع شوي غوړ لري.

آیا غوړ یا چربي زموږ په خوراک کې تر ټولو بد شی دی؟ کېدای شي نه وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د شکرې په اړه خپل دریځ سخت کړی او وايي چې د شکرې اندازه باید د اړتیا وړ ورځنۍ کالورۍ د ۱۰ سلنې نه کمه وي، خو خلک باید اصلا دا اندازه ۵ سلنې ته ورسوي.

په انګلستان کې د خوراک په اړه د ساینس پوهانو یوې مشورتي کمیټې هم دغسې یو دریځ غوره کړی دی.

خو له بلې خوا څېړونکي وايي د مدیترانې هېوادونو خوراکونه موږ له جنیتیکي پلوه ځوان ساتي. که غواړئ چې د وینې فشار مو ټیټ شي نو د زیتون غوړي او د شنو بوټو سلاد مو مرسته کولای شي.

د بدن د ساعت په هکله خبرداری

مخکښ ساینس پوهان وايي د بدن ساعت ته پام نه کول کېدای شي زموږ د روغتیا لپاره جدي پایلې ولري

د آکسفورډ، کیمبریج، هارورډ، مانچسټر او سرې پوهنتونونو ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې ټولنه د خوب اهمیت ته د پام نه کولو له امله ډېره بې پروا شوې ده.

دوی وايي سرطان، د زړه ناروغي، دویم ډول د شکرې ناروغي، مکروبي ناروغۍ او چاغوالی د خوب د کموالي سره تړاو لري.

خو له بده مرغه خلک او حکومتونه دغې ستونزې ته جدي پام نه کوي.

وروستیو څېړنو ښودلې چې د شپې کار کول او بې خوبي بدن کې ګډوډي راولي.

د ماښام له خوا د رڼا د زیانمنو اغېزو په اړه هم ډېر بحثونه شوي دي.

یوې امریکايی څېړنې د کتاب لوستل د الکترونیکي وسایلو په مرسته د لوستلو سره پرتله کړي او وايي هغه کسان چې د لوستلو لپاره د کمپیوټري وسایلو څخه کار اخلي د عادي کتاب لوستونکو په پرتله ژر نه شي وېده کېدای، ژور خوب نه شي کولای او سهار ستومانه وي.

او هم ویل شوي چې د خوب کوټه باید تیاره وي که نه نو دچاغوالي خطر زیاتېږي.

بشپړ غړی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ساینس پوهانو د لومړي ځل لپاره د یو څو حجرو څخه یو بشپړ، فعاله غړی جوړ کړ.

یوه ډله حجرې له جنیتیکي پلوه داسې پروګرام شوې چې ورڅخه د تایموس غدې حجرې جوړې شوې دي. دا حجرې د ځینو نورو حجرو سره یوځای او د یو موږک په بدن کې کېښودل شوې.

د موږک په بدن کې دغو حجرو وده وکړه، د تایموس غدې په فعاله حجرو باندې بدلې شوې او د بدن د دفاعي سیستم یو ډول ځانګړې حجرې یې چې د ټي سلز په نامه یادېږي تولید کړې چې د مکروبونو پرضد جنګېږي.

د تایموس غده د انسان په غاړه کې شته چې د مکروبونو سره د مقابلې لپاره ځانګړې حجرې جوړوي.

څېړونکو دا یو ډېر په زړه پورې پرمختګ بللی چې د طب د هغې څانګې لپاره یې هیلې پیدا کړي چې د حجرو د بیا تولیدولو په برخه کې څېړنې کوي.

ورته مطالب