چین کې د نوي کال لمانځنو ګڼې ګوڼې پر مهال ۳۶ کسان مړه شوي

د انځور حقوق b
Image caption د چین دولتي خبري اژانس شینهوا خبر ورکړی چې ۴۷ کسان ټپیان دي

د چین په لوی ښار شانګهای کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي.

د چین چارواکو اعلان کړی، چې د شانګهای ښار د ۲۰۱۵ نوي کال په مراسمو کې د خلکو د ډېرې ګڼه ګوڼې له کبله ۳۶ کسان تر پښو لاندې شوي او وژل شوي دي.

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا خبر ورکړی چې ۴۷ کسان ټپیان دي.

دغه پېښه په ځایي وخت تېره شپه یوولس نیمې بجې د شانګهای ښار د هانګپوی په سیمه کې شوې.

په سیمه کې دولتي چارواکي وايي، د دغې پېښې د څېړلو لپاره یو ځانګړی لوړ پوړی چارواکی سیمه ته استولی.

د چین دولتي خبري اژانس وايي، چې ډېری ټپیان د شانګهای روغتون ته لېږدول شوي.

په ټولنیزو رسنیو او انټرنیټي شبکو کې د دغې پېښې خپاره شوي انځورونه ښيي چې یو شمېر ټپیانو ته لومړنۍ مرستې د پېښې ځای ته وروړل شوې او زیات شمېر امنیتي چارواکي په سیمه کې لېدل کېږي چې د وضعیت د کنترولولو هڅې کوي.

د انځور حقوق b
Image caption د چین په لوی ښار شانګهای کې ۳۶ کسان وژل شوي

ورته مطالب