هند کې د ترهګرۍ ضد تمرین د مسلمانانو غوصه پارولې

Image caption شنونکي وايي ویډیوګانو کې مسلمانان، چې د هند د ۱،۲ میلیارده نفوس ۱۴ سلنه جوړوي، ټول یو ډول انګېرل شوي دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ایالت ګجرات کې د پولیسو له خوا د مسلمانانو په جامه کې د مصنوعي "اورپکو" ضد تمریني عملیاتو د خلکو غوصه پارولې ده.

د ګجرات ایالت په صورت سیمه کې د دغه تمرین یوه ویډیو ښيي چې پولیس د ساده کالي په تن او سپینې خولۍ په سر سړو کنترولولو هڅه کوي.

په یوه بله ویډیو کې چې د نرمادا په سیمه کې جوړه شوې، "اورپکي" د "اسلام زنده باد" شعارونه ورکوي.

د مسلمانانو مشرانو دغه ویډیوګانې "غندلې" او "ظالمانه" یې بللې دي.

شنونکي وايي ویډیوګانو کې مسلمانان، چې د هند د ۱،۲ میلیارده نفوس ۱۴ سلنه جوړوي، ټول یو ډول انګېرل شوي دي.

وروسته له هغه چې دغه ویډیوګانې پر هندي تلویزوني چینلونو وښودل شوې، د ګجرات ایالت مشر وزیر انندېبېن پټیل ومنله چې دغه تمرین "یوه تېروتنه" وه.

نوموړي وویل: "ترهګري له مذهب سره تړل ناسم کار دی. مسله حل شوې ده او نور بحث ته پرې اړتیا نشته. تېروتنه سمه شوې ده."

پولیسو پیل کې هڅه وکړه چې نیوکې له پامه وغورځوي او ویې ویل "له خولیو ځکه کار واخیستل شو چې د دوی څېرې مختلفې وي" خو وروسته یې بیا بښنه وغوښته.

ای ایف پي خبري اژانس د صورت سیمې د پولیسو مشر پرادیپ سیجول له خولې ویلي: "دا یوه تېروتنه وه او باید نه وای شوې".

د نرمادا سیمې د پولیسو چارواکو وویل دوی د پېښې پلټنه کوي.

د هند پریس ټرسټ خبري اژانس د نرمادا د پولیسو چارواکي جی پلسین راتوړ له خولې ویلي:

"که دغه ډول پېښه شوي وي، موږ به یې پلټنه وکړو او په دې اړه به اړین ګامونه پورته کړو."

د کمال فاروقي په ګډون د مسلمانانو مشرانو پېښه غندلې ده.

ښاغلي فاروقي د هند (این ډي ټي وي) خبري چینل ته ویلي: "دا د مسلمانانو یو ډول انګېرل دي چې ډېر ناوړه کار دی. دوی باید بښنه وغواړي ګنې نو باید محکمې ته معرفي شي".

په ډیلي کې د بي بي سي یو خبریال وايي له مذهبي لږکیو سره د ښاغلي مودي د حکومت چلند له نږدې څارل کېږي.

ورته مطالب