د سمندر په تل کې د لوېدلې الوتکې لټون بیا پیل شوی

د انځور حقوق epa

په داسې حال کې چې د اندونیزیا د لوېدلې "ایر آسیا" الوتکې د قربانیانو د خاورو سپارل پیل شوي، فرانسوي ټیم هم د سمندر په تل کې د لوېدلې الوتکې د ټوټو او قربانیانو له لټوونکې ډلې سره یوځای شوی دی.

د جمعې په ورځ (جنوري ۲)، د فرانسوي لټونګرو یوه متخصصه ډله هڅه کوي، چې پخپلو امکاناتو د سمندر په تل کې د لوېدلې الوتکې قربانیان راوباسي.

ددوی هڅه دا هم ده چې د الوتکې توره بکسه ومومي.

دغه مساپر وړونکې الوتکه د تېر کال دسمبر پر ۲۷، چې د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۱۶۲ مساپر پکې سپاره وو، د جاوا د سمندر پر سر د اندونیزیا له رادار ترۍ تم شوه.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق EPA
Image caption دغه مساپر وړونکې الوتکه د تېر کال دسمبر پر ۲۷، چې د ۱۷ ماشومانو په ګډون ۱۶۲ مساپر پکې سپاره وو، د جاوا د سمندر پر سر د اندونیزیا له رادار ترۍ تم شوه.

تر اوسه د لسو قربانیانو مړي موندل شوي دي.

پر همدې مهال، د اندونیزیا په سورابایا ښار کې، چې دغه الوتکه له همدې ښاره الوتلې وه، د یوې قرباني شوې (لطیفې حمید) مړی خاورو ته وسپارل شو.

تر اوسه د الوتکې د ټوټه شویو برخو او قربانیانو د موندلو لپاره پنځه ډلې په لټون بوختې دي، چې ددوی په باور QZ۸۵۰۱ الوتنه د جاوا په اوبو کې رالوېدلې ده.

دوی دا باور هم لري چې د زیاترو مساپرو مړي لاهم د الوتکې په منځ کې دي.

د جمعې په ورځ ځینو لټوونکو خبریالانو ته ځینې داسې ټوټې ښودلې وې، چې غالباً د لوېدلې الوتکې وزر به وي.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Getty

سنګاپور د څارې یوه بېړۍ استولې، چې د الوتکې د تورې بکسې په موندلو کې مرسته وکړي.

مالیزیا، استرالیا او تایلنډ هم له اندونیزیایۍ لټونکې ډلې سره همکاري کوي، امریکا هم د ژغورنې لپاره بېړۍ استولې ده.

ورته مطالب