څېړنه: بدمرغي د سرطان لوی لامل

د انځور حقوق SPL
Image caption د سګریټ څکولو په څېر د ناوړه عادتونو پرېښودل د سرطان په مخنیوي کې ګټور ګڼل شوي

یوه نوې څېړنه ښيي، چې د سرطان ناروغۍ زیاتره ډولونه د جینونو، چاپېریال او یا هم د ژوند د څرنګوالي پر ځای د ژونکو ناسم وېش او بدمرغۍ له کبله رامنځته کېږي، خو ساینسپوهان وايي د ژوند انداز او چاپېریال کې مثبت بدلون د سږو او پوستکي سرطانونو مخنیوي کې مرسته کولای شي.

یوې نوې څېړنې ښوولې ده، چې د سرطان ناروغۍ درې برخې په میراثي ډول د نشه يي توکو کارولو او سګریټو څکولو له کبله رامنځ ته کېږي.

دوی وايي، په بدن کې د ننه پخوانۍ ژونکې مري او د "سټیم سیلز" په مرسته رامنځ ته کېدونکې نوې ژونکې یې ځای نیسي.

خو وايي د هر بدلون پر مهال په "ډي اېن اې" کې د یوه خطرناک بدلون رامنځ ته کېدو احتمال موجود وي، چې وېشل شوې ژونکه له سرطانه اغېمنېدو ته یو ګام نژدې وي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ څېړونکو وویل، په دې څېړنه کې ی ې د سرطان ۳۱ ډولونه موندلي، چې د دوی په وینا، ۲۲ یې د وینې، هډوکو، دماغ او رحم د سرطان په باب دي.

خو وايي، چې نهه نوره ډولونه یې، چې د کولمو، پوستکي، پښتورګي سرطان پکې راځي، تر ډېره پر وراثت او د چاپېریال پر عواملو پورې تړاو لري، لکه ناوړه عادتونه او یا هغه توکي کارول چې د سرطان رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.

Image caption د تېرې پنجشنبې په ورځ څېړونکو وویل، په دې څېړنه کې ی ې د سرطان ۳۱ ډولونه موندلي، چې د دوی په وینا، ۲۲ یې د وینې، هډوکو، دماغ او رحم د سرطان په باب دي.

په دې سره داسې هم کېږي، چې د بدن بېلو برخو کې د ژونکو د وېش حالت کچه توپیر لري. ساینسپوهانو د بدن په ۳۱ برخو کې مشاهده کړې، چې ټول ژوند کې د سټیم ژونکې څو ځلې وېشلې کېږي. دوی په دې باور دي، چې له دوه نیمو نه دوې برخې سرطانونه یوازې د بدمرغۍ له کبله رامنځته کېږي او وايي سټیم سیل په ډي این اي پخپله یو ډول مضر بدلون راځي، چې ژغورل کېدل ورنه ناشوني دي. دغو کې د دماغ، کوچنۍ او ترخي سرطانونه شامل دي.

په بالتیمور کې د جانز هوپکینز پوهنتون د سرطاني ناروغیو یوه کارپوه بیرټ فوګلسټین، چې له بیالوژیکي عالم کریسټین تومازیتي سره یې پر دغې څېړې څارنه کوله، ویلي: "کله چې یو څوک په سرطان اخته کېږي، خلک یې د ناروغۍ د لامل په لټه کې وي، لامل یې ډېر کله له دې کبله نه وي چې ګني دغه سړي ځان نه دی ساتلی، یا له په خطرناک چاپېریالي وضعیت کې ځپل شوی، بلکې په اسانۍ یې بدمرغي لوی لامل کېدای شي، کټ مټ لکه سړی چې په بولۍ کې پاتې راشي. "

د انځور حقوق SPL

څېړونکي وايي، ځینې وخت د سګریټ څکولو په څېر له ناوړه اعمالو لاس اخیستل ګټور تمامېږي، خو په ځینو نورو مواردو کې بیا هېڅ ګټه نه لري، بلکې په اړه یې باید لا ډېره ژوره څېړنه وشي.

ورته مطالب