هند کې پر یوې جاپانۍ ښځې ډله اییز جنسي تېری شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption په وروستیو کې هند کې د جنسي تېري پېښې زیاې شوي او په پراخه کچه یې د خلکو غوصه راپارولې.

هند کې پنځه سړي د یوې جاپانۍ محصلې د تښتونې او بیا بیا جنسي تېري په تور نیول شوي دي.

د هند په خیتځ ښار کلکته کې پولیس وايي دغه تېريو له یوې میاشتې تر ډېرې مودې په دوو مختلفو ځایونو کې دوام درلود چې پیل یې د نومبر پر ۲۳مه شوی و.

دوی وايي پر یوې منظمې جرمي ډلې شک دی چې یوازې ښځینه سیلانیان یې په نښه کړي دي.

په وروستیو کې هند کې د جنسي تېري پېښې زیاې شوي او په پراخه کچه یې د خلکو غوصه راپارولې.

د کلکتې ښار د پولیسو یوه مشر پلوکانتي ګوش بي بي سي ته وویل چې د ډلې دوو سړو، چې ویل کېږي ورونه دي، ځانونه ۲۳ کلنې جاپانۍ ښځې ته د سیلانیانو لارښود په توګه معرفي کړي وو.

د بودایانو له سپېڅلي ځایه تښتونه

نوموړي وویل: "د ډلې د یوه سړي ښه جاپاني ژبه زده ده".

"دوی وویل: (موږ لارښوونکي یو او غواړو تا چکر ته یوسو)."

"دوی د نومبر پر ۲۳مه ښځه دېغه (د لوېدیځ بنګال ایالت سمندرغاړې تفریح ځای) ته یوړه، هلته یې پرې جنسي تېری وکړ او د هغې د بانکي کارت په کارولو یې ۷۶ زره هندي کلدارې هم ترې واخیستې".

بیا بودګایا، د بودایانو تر ټولو سپېڅلي او ګرځندويي مرکز، ته یوړل شوه.

ښاغلي ګوش وویل: "هلته، سړو ښځه د جرمي ډلې نورو غړو ته وسپارله."

نوموړي وویل ښځه څو اوونۍ په بند کې وه او دوی پرې جنسي تېري کول.

د دسمبر میاشتې پای ته نږدې ښځې وکولی شو ځان د ورنسايي ښار ته ورسوي، له هغه ځایه کلکتې ته ولاړه او د دسمبر پر ۲۶مه یې د جاپان قونصلګرۍ له لارې پولیسو ته خبر ورکړ.

ښاغلي ګوش وویل د جرمي ډلې درې سړي بودګایا سره او دوه نور د کلکتې ښار کې ونیول شول. د هندوستان ټایم ورځپاڼې ویلي د ډلې ځینې کسان د تیلیفوني اړیکو له څارنې وروسته نیول شوي دي.

نوموړي وویل پولیس، د دوی په وینا، د یوې منظمې جرمي ډلې د نورو غړو د نیولو هڅه کوي چې ویل کېږي ډېری یې په جاپاني ژبه روان خبرې کوي.

ورته مطالب