امریکا کې تورن ابو انس اللیبي تر محاکمې ونه رسېد

ابو انس اللیبي د انځور حقوق AP
Image caption اللیبي له تېرو لسو کلونو راهیسې د امریکا د فیدرالي تحقیقاتو د ادارې (اېف بي آی) د مطلوبو کسانو په لیست کې و.

په امریکا کې بندي ابو انس اللیبي، چې په ۱۹۹۸ کال په کینیا او تنزانیا کې د امریکايي سفارتونو الوځولو کې تورن پېژندل شوی و، نیویارک کې د محاکمې ته پیلېدا مخکې مړ شوی.

د نوموړي وکیلان وايي، اللیبي د سرطان ناروغۍ له کبله ساه ورکړې ده.

۵۰ کلن اللیبي د ځیګر د سرطان ناروغي لرله، چې په یوه روغتون کې مړ شوی دی.

د ویلو ده، ځانګړو امریکايي ځواکونو اللیبي د ۲۰۱۳ کال اکتوبر کې د لیبیا طرابلس ښار په هغه سیمه کې ونیو، چې نوموړی پکې اوسېده.

د اللیبي اصلي نوم نزیه عبدالرحمن الرقیعي دی.

د هغه تر نیول کېدا وروسته په لیبیا کې د خلکو غوسه راوپارېده، چې لیبیايي چارواکو د امریکایانو دا کړنه پخپله خاوره کې یو ډول یرغل وباله.

اللیبي تر نیول کېدا سم لاسي وروسته د امریکا د وسلو د لېږد په یوه سمندري بېړۍ کې د امریکا متحدو ایالتونو ته ولېږدول شو.

آن د نیول کېدا پرمهال د اللیبي روغتیايي وضعیت ښه نه و.

اللیبي له تېرو لسو کلونو راهیسې د امریکا د فیدرالي تحقیقاتو د ادارې (اېف بي آی) د مطلوبو کسانو په لیست کې و.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption محکمې د اللیبي د محاکمې پرمهال د هغه او د هغه د وکیل بنارد کلینمن یو کښل شوی انځور خپور کړی
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کینیا او تنزانیا کې د امریکا پر سفارتونو په بریدونو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او نژدې ۱۰۰۰ نور ټپیان شول

امریکا د هغه د نیول کېدا یا وژل کېدو لپاره پنځه میلیونه امریکايي دالر جایزه اعلان کړې وه.

په ۲۰۰۰ کال په نیویارک اللیبي په غیاب محکوم کړای شوی و.

په تنزانیا او کینیا کې د امریکا پر سفارتونو په بریدونو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او نژدې زر کسان ټپیان شول.

زیاتره وژل شوي او ټپیان ولسي وګړي وو.

ورته مطالب